منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لومړي ځل لپاره په خروار ولسوالۍ کې يوه لېسه فعاله شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

پل علم (پژواک،٩وږى٩٤): د لوګر ولايت د پوهنې رياست چارواکي چې د لومړي ځل لپاره يې د دې ولايت په خروار ولسوالۍ کې يوه لېسه فعاله کړه.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاهپور عرب د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د امنيتي ستونزو له امله دغه رياست نه دى توانيدلى چې په خروار ولسوالۍ کې لېسه فعاله کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د لومړې ځل لپاره  په ١٣٨٢ لمريز کال کې په خروار ولسوالۍ کې د لېسه جوړيدل منظور شول، خو نه يې ودانۍ جوړه شوه او نه هم فعاله شوه.

هغه وايي چې په ١٣٩١ کال کې امريکايي ځواکونو يادې لېسې ته ودانۍ جوړه کړه ، خو بيا هم د نا امنيو له امله فعاله نه شوه.

عرب وايي چې تر ډيرو هلو ځلو وروسته د پوهنې رياست په دې وتوانيد چې په خروار ولسوالۍ کې يوه لېسه فعال کړي.

د هغه په وينا، تر دې وړاندې د خروار ولسوالۍ زده کوونکو له نهم ټولګي وروسته زده کړې په مرکز پل علم، پکتيا او غزني ولايتونو کې کولې.

نوموړي زياته کړه : ((د دې لېسې نوم علي جان خېل دى او سبا به رسما پرانيستل شي او زده کوونکي به خپلې زده کړې پيل کړي.))

عرب وايي چې په ياده لېسه کې د زده کړو لپاره تر اوسه دوه سوه کسانو نوم ليکنه کړې او دغو زده کوونکو ته به د لسو ښوونکو له خوا زده کړې ورکول شي.

د ده په خبره، دا چې خروار يوه نا امنه ولسوالۍ ده د پوهنې رياست له لوري ګومارل شوو ښوونکي ته شل زره افغانۍ مياشتنې تنخوا ورکول کيږي.

د يادې ولسوالۍ يو تن قومي مشر غلام سرور پژواک ته وويل: ((زموږ ولسوالۍ په هر شي کې تر ټولو شاته پاتې ده، تراوسه پورې موږ لېسه نه درلوده.))

غلام سرور د يادې لېسې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه خو ويې ويل چې په دې ولسوالۍ کې بايد نورې لېسې هم جوړې شي.

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د لوګر سيمه ييز  چارواکي هڅه کوي ترڅو په ټول ولايت کې خلکو ته د زده کړو اسانتياوې برابرکړي.

صالح وايي چې د خروار اوسېدونکو ورسره د امنيت د ټينګښت په برخه کې ژمنې کړي نو دوى به يې هم د پوهنې او نورو برخو کې ستونزې هوارې کړي.

تر دې وړاندې په خروار ولسوالۍ کې دوه ديني مدرسې، پنځه منځني ښوونځي او پنځه لومړني ښوونځي فعاله وو.

 

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه