کابل (پژواک ٩ وږى ٩٤): يوه معلوله مېرمن چې خاوند يې په يوه ځانمرګي بريد کې له لاسه ورکړى، په داسې حال کې چې نيم ځان يې په بايسکل باندې برابراوه، په دردناکو خبرو سره وويل: "کله چې د چاودنې يا ځانمرګي بريد اواز اورم، نو درد مې تازه کېږي او بېهوشه کېږم."
د ليلا په څېره کې د محروميت رنګونه ښکارېدل، هغه له کلونو راهيسې ځاى پر ځاى ناسته ده او د خلکو ګامونه چې د هغې په مخ کې تېريږي، په ډېرې ناهيلۍ سره ګوري.
هغه د خپلو شپږو ماشومانو له امله اړه ده، چې د ژوند د محروميتونو پر وړاندې ډېره مبارزه تجربه کړي.
ليلا چې څلوېښت کلنه ده، له اووه څخه تر دولسو کلونو پورې درې زامن او درې لوڼې لري.
يادې شوې مور، په داسې حال کې چې خپل نيم ځان يې په بايسکل باندې سماوه؛ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کورنيو جګړو په لسيزه (١٣٧٠)کې يې په درېيم مکروريانو کې کور درلود، د جګړې او راکټونو د ډزو له امله هر چا هر لوري ته تېښته کوله؛ خو دا چې دوى له هېواد څخه بهر ته د تللو پيسې نه درلودې، نو د مجبورۍ له امله به يې د جګړې په اور او دود کې ژوند کاوه.
هغه زياته کړه، له دوى څخه د دفاع يواځېنۍ وسيله د دوى د کور کلک دېوالونه و، چې د راکټ د توغېدو پر مهال به يې تر شا پټېدل او خپلې ګوتې به يې په غوږونو کې ايښودې.
درد ليدلې ليلا زياته کړه، يو خونړى سهار چې د بلاکونو شا او مخې ته يې څو راکټونه ولګېدل او په ترڅ کې يې څو کسان ټپيان او ووژل شول، نو د دوى کورنۍ اړه شوه، چې د کور يو شمېر اړين توکي له ځانه سره واخلي او د ښار يوه خوندي ځاى ته لاړ شي، چې ناڅاپه يې په نږدې سيمه کې راکټ ولګېد.
يادې مېرمنې زياته کړه، د راکټ اواز يې واورېد، خو بې هوښه شوه او له هغې وروسته د خپلې معلولتيا کيسه ورته نه ده ياده، چې په روغتون کې په هوښ راغله، د نورو په څېر يې پښو ته وکتل چې له بده مرغه پښې يې پرې شوې وې.
له معلولتيا يې درې کاله تېر شوي و، چې يو سړى ورته د ريباري لپاره راغى او هغه يې له ټول معلوليت سره-سره د خپل ژوند شريکه کړه.
ليلا، چې اوښکې يې په سترګو کې ډنډ شوې وې، وويل: "يواځينى شى چې ماته يې د ژوند د دوام مقاومت راکړ، د خپل مهربان مېړه محبت، د بچيانو اړيکه او د نورو لسګونو کسانو ليدل و، چې له پښو او لاسونو پرته ژوند کوي."
په لومړيو کلونو کې د يادې مېرمنې د شپږو بچيانو پالنه او روزنه د هغې د مېړه له لوري کېده، روغتون ته بې يې وړل، هغې او بچيانو ته به يې دېګ کاوه، کور به يې ورته پاک کاوه او جامې به يې ورته وينځلې، څو مېرمن يې ځان محروم احساس نه کړي.
خو د جنايتکارانو لاسونو، له هغې څخه خپل مهربان خاوند په هغې چاودنه کې چې په کابل کې د هندوستان سفارت مخې ته وشوه، واخيست.
دغه چاودنه په ١٣٨٧ لمريز کال تر سره شوه او په پايله کې يې څلوېښت کسان ووژل شول او له سلو زيات په کې ټپيان شول، چې ډېرى يې سړي، ښځې، ماشومان او ځوانان او ان د ځينو مړي يې ټوټې-ټوټې شوي وو او د پېژندلو وړ نه وو.
د ليلا مېړه چې هلته يې عريضې ليکلې او هره ورځ به يې چې يوه اندازه پيسې ترلاسه کولې، د خپلو ماشومانو لپاره به يې پرې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوله او دا چې يوه معلوله يې د خپل ژوند شريکه کړې وه، تل به يې د خداى پاک شکر وېست چې ښه کار يې کړى دى.
دغه مور چې په ملالۍ زېږنتون کې د مامورې په توګه دنده تر سره کوي، وويل چې د رخصتۍ پر مهال د روغتون د پايوازانو او کارکوونکو له لوري لومړى په بايسکل او له هغه وروسته موټر ته لېږدول کېږي او له هغه وروسته يې بيا ماشومان او ورور يې تر کوره رسوي.
هغې له اوږدو خبرو وروسته چې سوړ اسوېلى يې له سينې راوېست، وويل چې د نورو په څېر يې د سالمو لاسونو او پښو او دغه راز د ارامه ژوند کولو هيله درلوده، غوښتل يې په يوه لوړ دولتي مقام باندې دنده تر سره کړي او کافي معاش تر لاسه کړي او ښکلى کور او تحصيل کړي بچيان ولري، خو څه وکړي چې ټولې هيلې له خاورو سره يو شان شوې.
ليلا چې د کابل ښار په وزيراکبرخان سيمه کې په کرايي کور کې ژوند کوي، زياته يې کړه، چې اوه زره افغانۍ معاش لري، د کورکرايه، خواړه، د بچيانو درسي او داسې نور لګښتونه پرې پوره کوي او يوه کرايي خونه کې چې دوه زره افغانۍ يې کرايه ده، ژوندکوي.
دې مور له دولت څخه وغوښتل، چې د معلولو کسانو ژوند ته دې ډېره پاملرنه وکړي، هغوى او اولادونو ته يې د کار او زده کړې موکې رامنځ ته کړي، څو د کمۍ احساس ونه کړي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيره نسرين اورياخېل وايي، وزارت د معلولو او معيوبو کسانو حقونه خوندي کوي او د معلوماتو نوې سرچينه "ډيټابېس" چې جوړېږي، د ټولو معلولو او معيوبو کسانو نومونه به په کې وليکل شي.
هغې چې تېره اوونۍ يې معلولينو ته د ٢٤٠ اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې خبرې کولې، زياته يې کړه: "ډېرى کسان چې معلول کېږي، بې وزله کسان دي؛ هغه کسان دي چې د جګړو لومړيو کرښو ته ځي او معلول کېږي، د شتمنو او مالدارو کسانو اولادونه جګړو ته نه ځي او څه لاسته راوړنې هم نه لري."
په ولسي جرګه کې د معلولينو، معيوبينو او شهيدانو وارثينو کمېسيون د شمېرو له مخې، په هېواد کې څه باندې ٨٠٠زره معلول او معيوب کسان شته چې ٤١سلنه يې ښځې جوړوي، خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي، له ياد شمېر څخه ١٢٠زره کسان يې له دې وزارت سره ثبت دي.
معلول او معيوب کسان تل له لږ معاش، بې روزګارۍ او د ټولنې ځينو وګړو له لوري دوى ته په سپکه سترګه کتلو څخه کړېږي او له دولت څخه غواړي، څود دوى ستونزې هوارې کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










