لومړى تعقيب_هرات ښار(پژواک،٩وږى٩٤): د هرات چارواکي وايي چې د دې ولايت په انجيل ولسوالۍ کې په يوه ښوونځي کې د ښځينه ښوونکو او زده کوونکو په ګډون ١١٦تنه مسموم شوي دي.
د هرات ولايت د انجيل ولسوال محمد نقيب اروين د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ د حبيب المصطفى د نجونو ښوونځي يو شمير زده کوونکي، څوتنه ښوونکي، د زده کوونکو د کورنۍ غړي او د ښوونځي څو تنه ساتونکي مسموم شوي دي.
هغه زياته کړه : ((څه د پاسه سل تنه مسموم شوي چې ټول يې ښځينه دي.))
ولسوال وايي چې د يو شمير کورنيو غړي ښوونځي ته د خپلو اولادنو د وړلو په موخه راغلي و خو هغوى هم مسموم شوي دي.
د ياد شوي ښوونځي يوې ښوونکې حسينې پژواک ته وويل : ((په صنف کې ولاړه ومه درس مې ورکاوه چې يو خراب بوى راغى او وروسته پوه نشوم چې څه وشول کله مې چې سترګې خلاصې کړې په روغتون کې وم.))
دغه راز د بي بي ګل په نوم يوې ميرمنې وويل چې په دې ښوونځي کې يې يوه ١٢کلنه لور او يوه ١٥کلنه خور زده کړې کوي.
هغې زياته کړه : ((کور کې وو چې زنګ راغى موږ نور په ځان پوه شوي نه يو چې څنګه تر روغتونه راغلو لور مې ښه ده خو د خور وضعيت مې خراب دى.))
بي بي ګل له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ښوونځيو د امينت ساتلو لپاره اړين تدابير ونيسي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد شفيق شيرزي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه تر اوسه دې روغتون ته ١١٦ تنه مسموم شوي راوړل شوي دي.
د هغه په وينا ، مسموم شوي کسان ښځې دي او په دې ډله کې ډير يې هغه زده کوونکې دي چې عمرونه يې د ١٥او ١٩ کلونو ترمنځ دي.
د شيرزي په خبره، له يادو کسانو څخه د پنځوس سلنې روغتيايي حالت ښه و ، چې د تګ اجازه ورکړل شوې او پاتې نور يې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
شيرزى وايي چې د لومړنيو څيړنو له مخې، ياد شوي کسان په هوا کې د خپاره شوي ګاز له امله مسموم شوي دي.
د هرات ولايت چارواکي وايي چې پوليس سيمې ته ورغلي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړي ترڅو هغه کسان پيدا کړي چې دغه ګاز يې په هوا کې خپور کړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










