هرات (پژواک ١٤ وږى ٩٤): هرات کې د نجونو د ښوونځيو زده کوونکو د مسموميت له څلورمې پېښې وروسته، د دغه ولايت مرستيال والي د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي، کوم کسان چې ترور او کسان تښتوي، په دې ورځو کې يې د نجونو مسمومولو ته مخه کړې ده.
د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي، دغه موضوع د عبدالعلي شاه توخي د نجونو ښوونځي د څلورو ښوونکو او ٢٨ زده کوونکو د مسمومېدو په غبرګون کې، د دغه ښار د نهمې ناحيې په سيمه کې څرګنده کړه.
د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي، د دغه شمېر ښوونکو او زده کوونکو په مسمومېدو سره په څلورو پرله پسې پېښو کې ٣٩١ کسان مسموم شوي دي.
جامي، په دغه ځانګړې ناسته کې چې د امنيتي چارواکو په ګډون له يادې پېښې سره د مبارزې او د پېښې د څرنګوالي په اړه تر سره شوې وه، وويل: "موږ فکر کوو، چې په دغه کار کې بهرني لاسونه ښکېل دي، خو د نن پېښې په تکرار سره دغه کار هم د ترور او تښتونې په څېر د هرات په داخل کې سازمان شوى دى."
د والي مرستيال زياته کړه: "موږ نن هم د همدې موضوع په موخه ناسته درلوده او په دې ټينګار وشو، چې د يادې موضوع ريښې بايد پيدا شي او د پېښې عاملين هر څنګه چې وي، بايد ونيول شي."
د عبدالعلي شاه توخي ښوونځي يوې مسمومې شوې زده کوونکې صبريې، چې د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې ده، وويل: "موږ په خپلو ټولګيو کې وو چې ويې ويل، په ټولګيو کې دوا شيندلې ده او د ښوونځي داخل ته لاړو او د حشرو ضد درملو په څېر بوى و، خو له هغه وروسته پوى نه شو چې څه وشول."
د ياد ښوونځي مرستيالې رومينا نورزۍ وويل، په يوه ټولګي کې د يو ډول ګاز په خپرېدو سره يې زده کوونکي له ټولګي وايستل.
هغې زياته کړه: "زموږ هڅو دوام درلود، زموږ امنيتي تدابير هم ښه و، پنځه ښوونکې د انظباطانو په توګه ولاړې وې، د ښوونځي دوه ملازمان هم د دېوالونو شا ته د څارنې په موخه ولاړ و، خو درېيم ساعت و، چې يوه ښوونکې راغله او يې ويل چې په ټولګي کې ډېر ناوړه بوى احساسيږي."
د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي وويل: "تر اوسه پورې د مسموميت ډول نه دى پېژندل شوى. نن مو درې تنه مسمومې شوې نجونې د مسموم کوونکې مادې د تشخيص لپاره د بهرنيو روغتون ته ولېږلې، خو بهرني ډاکټران هم تر اوسه پورې په دې نه دي توانېدلي چې ياده ماده وپېژني."
د هرات د پوهنې مشر عبدالرزاق احمدي، چې په دې وروستيو کې يې دنده پيل کړې، د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل، د يادې پېښې تشخيص د امنيتي ځواکونو دنده ده، خو امنيتي ځواکونه د امکاناتو او د کاري وړتيا د کمښت له امله، نه دي بريالي شوي چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
هغه وويل: "د هرات د پوهنې رياست يوه نمونه ده، د پوهنې په جوړښت کې ستونزه نه لرو، له خلکو سره مشکل نه لرو، له هېچا سره ستونزه نه لرو، خو دا د دښمنانو کار دى او د پوهنې پر وړاندې د تبليغاتو په موخه تر سره کېږي."
د پوهنې مشر زياته کړه: "زه فکر کوم د پردې تر شا توطيې دي. کوم ازمايښتونه چې شوي، څرګندوي چې نجونې د ګاز په وسيله مسمومې شوې، دا يو استخباراتي کار دى، په دې برخه کې بايد امنيتي ځواکونه ځواب ووايي."
خو د هرات امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالرووف احمدي وويل، پوليس د قانون د پلي کولو دنده لري او له ښوونځيو بهر دنده تر سره کوي او د ښوونځيو چارواکي مکلف دي، چې خپلو اړوندو چارو ته په ښه توګه لاسرسى وکړي.
هغه وويل: "زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه کار، د هغو کسانو له لوري چې ښوونځي ته داخلېږي، تر سره شوى او په دې کې بهرنى کس شامل نه دى."
د هرات امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول څرګنده کړه، چې په دې اړه تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې جدي څېړنې روانې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










