منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۶ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پر يوه کور د مرمۍ لګېدو يوه مور له درې ماشومانو سره ووژله

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۷ کتنې

اسعد اباد ( پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) : په کونړ ولايت کې د جګړې پر مهال پر يوه کور د مرمۍ د لګېدو له امله يوه مور له درېيو ماشومانو سره وژل شوې ده.

د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې وسله والو طالبانو د کونړ ولايت په چپه دره ولسوالۍ او امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي وو .

هغه زياته کړه، چې د دې جګړې پر مهال د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې يوه مرمۍ د ګلسلک په سيمه کې پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يوه ښځه او درې ماشومان يې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې څلور جسدونه يې امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

سيد خېل وويل چې په دې نښته کې څلور افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي .

د هغه په وينا، په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده او تازه دمي ځواکونه سيمې ته رسيدلي دي ‌.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه