خوست ښار (پژواک، ١٥ وږى ٩٤ ) : د خوست ولايت يو شمېر مېرمنو د هېواد له ملي امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې د دولت د وسله والو مخالفينو ورانکارې کړنې وغندلې.
په ياده غونډه کې، چې د وږي په ١٥مه، جوړه شوې وه، په کې د لسګونو ښځو ترڅنګ يو شمېر نارينه مدني فعالانو هم ګډون کړی وو، دوى له خلکو وغوښتل چې د خپلو ملي امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي او کلک ملاتړ ترې وکړي.
مدني فعالې مېرمن کاملې اکبري غونډې ته په خبرو کې په جوماتونو، ښوونځيو او مدرسو کې د ځانمرګو بريدونو ترسره کول هم حرام وبلل او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.
هغې زياته کړه : ((ښځې اوس په دې پوه شوې، چې ځينې شر خوښونکي خلک د پرديو په لمسون بې ګناه افغانان وژني. دا غيرانساني او غير اسلامي عمل دی او په کلکه يې غندو.))
د يادې غونډې بلې ګډونوالې مېرمن نعت بي بي عمري بيا د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي.
عمري زياته کړه: ((موږ د سولې طرفدارې يو.زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان او دولت دواړه په رښتيني ډول د سولې خبرې مخته يوسي.))
درې ورځې مخکې د خوست يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو هم د هېواد له ملي امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې له هغوی سره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې وه.
د يو بل خبر له مخې، د خوست په امنيه قوماندانۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه يو شمېر پوليسو ته د (هېواد) په نوم د يوې نادولتي موسسې له لوري پنځه ورځنى ورکشاپ پيل شو.
د يادې موسسې يوتن مسوول ډاکټر معروف لعل زاده پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ورکشاپ کې پوليسو ته له ښځو سره د تاوتريخوالي پروړاندې د ګټورې مبارزې په اړه روزنه ورکول کېږي.
هغه وويل: ((په ورکشاپ کې ۲۵ پوليسو ګډون کړی، چې لس يې له ولسواليو څخه او پاتې نور يې د مرکز دي. دا هغه پوليس دي چې د هغوی سروکار د ښځو د تاوتريخوالي له قضيو سره دی.))
د خوست امنيتي چارواکي هيله څرګندوي، چې په دې سره به د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو کې کموالی راشي او په وخت به ورته رسېدنه وکړي.
login or register a new account.