فراه (پژواک، ١٥ وږی۹۴): د لومړي ځل لپاره په فراه کې د پوهنتون لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.
د فراه د پوهنتون د ودانيو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د وږي په ١٥مه، د فراه والي، د ولايتی شورا غړو، محصلينو ، استادانو اونورو خلکو ګډون کړى وو.
د فراه والي محمد اصف ننګ غونډې ته وويل چې په دې ولايت کې تر ټولو مهمه پروژه د پوهنتون ودانۍ ده، چې له دې پروژې سره په دغه ولايت کې د بيارغونې پروسه پيل شوه.
هغه زياته کړه، چې پوهنتون کدرونه روزي او د فراه ولايت د نه پرمختګ لامل همدادى چې دلته کدرونه نشته.
والي هيله څرګنده کړه، چې د فراه پوهنتون به د دې ولايت د کدرونو اړتيا پوره کړي.
د فراه ولايت د پوهنتون رييس ديپلوم انجنير رکن الدين مشکاني ددې مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فراه د لوړو زده کړې موسسې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړی خو تر اوسه يې ځانګړې ودانۍ نه درلوده.
هغه زياته کړه، چې د ولايتي چارواکو په غوښتنه او د مرکز په منظورۍ د فراه ولايت په مرکز کې د ملي اردو لوا ته څېرمه دوه زره جريبه ځمکه د پوهنتون ودانۍ لپاره ځانګړې شوه.
مشکانى وايي چې اوس ددې موسسې لپاره په دوو پوړونو کې دوه ودانۍ منظورې شوې چې يوه يې اداري او بله يې تدريسي ده.
د هغه په خبره ، پر دې ودانيو څه دپاسه ٤١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي او په اتلسو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
نوموړى وايي، د فراه پوهنتون دوه پوهنځي لري چې يو يې کرنه او بل يې ښوونه او روزنه دي او سږ کال دوه نور پوهنځي شرعيات او اقتصاد هم ورته منظور شوي دي.
د فراه پوهنتون رييس وايي چې اوس مهال په يادو دوو پوهنځيو کې ٦٠٠ محصلين په زده کړو بوخت دي، چې ٤٢ تنه يې نجونې دي.
د نوموړي په وينا، سږ کال د کانکور له لارې ١٤٠٠ نور محصلين دې پوهنتون ته ور پېژندل شوي چې د نوم ليکنې لړۍ يې روانه ده.
ده زياته کړه چې سږ کال به د فراه د عالي دارالمعلمين او کرنې له انسټيټيوت څخه هم ٦٥٠ تنه فارغ د داخل خدمت په شکل پوهنتون ته جلب کړي.
د فراه پوهنتون محصل او د بدخشان ولايت اوسېدونکی على احمد وايي چې د ودانۍ د نشتوالي له امله دوى له ډېرو ستونزو مخامخ و، خو اوس يې دا ستونزه هواره شوه.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د پوهنتون لپاره ليليه هم ژر تر ژره جوړه کړي.
د يادولو ده چې د فراه پوهنتون اوسمهال ددې ولايت په مرکز کې د ايساف ځواکونو په پخوانۍ اډه کې فعاليت کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










