منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۵ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هندوستان زرو تنو دیني عالمانو د داعش فعالیتونه غیر اسلامی وبلل

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل ( پژواک، ۱۸ وږی ۹۴ ) : د هندوستان زرو تنو دیني عالمانو پر یوه فتوه لاسلیک کړی چې له مخې یې د داعش وسلوالې ډلې فعالیتونه یې غیر اسلامي ګرځول شوي دي.

هندي رسنیو د وږي په ۱۸مه، خبر ورکړی، چې پر دغه فتوا د هندوستان د پلازمينې نوي ډیلي او بیلا بیلو سیمو شاوخوا ۱۰۵۰ تنو دیني عالمانو، د جوماتونو ملا امامانو،  او د دیني زده کړو د مدرسو مشرانو لاسلیکونه کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه فتوا د ممبۍ ښار یو تن دیني عالم محمد منظر حسین اشرفي مصباحي لیکلې او بیا د هندوستان نورو سلګونو عالمانو یې ملاتړ کړی دی.

د راپورونو له مخې په هندوستان کې اوسمهال ۱۷۲ میلیونه مسلمانان میشت دي چې ډیری یې منځلاري او د سخت دریځۍ پر ضد دي.

د (هندوستان ټایمز) رسنۍ خبر ورکړی چې دا لومړی ځل دی په دغه هیواد کې په دومره زیات شمیر کې دیني عالمانو دداعش پر ضد فتوا  ورکړې ده.

د سرچینې په وینا، پر دې فتوا د نوي ډیلي د جامع جومات خطیب  سید احمد بخاري، د اجمیر شریف او نظام الدین اولیا دزیارتونو مسوولینو د ممبۍ د رضا اکاډمۍ، د ممبې جمعیت علما او د علماوو د شورا تر سرپرستۍ لاندې فعالیت لرونکو دیني مدرسو عالمانو لاسلیکونه کړي دي.

په دغه فتوا کې راغلي چې اسلام د تشدد مخالف دی ، خو د داعش وسلواله د تشدد لاره خپله کړې ده.

دغه راز په دې فتوا کې زیاته شوې چې دداعش فعالیتونه غیر اسلامي او غیر انساني دی.

راپورونو وایي چې ددې فتوا کاپیانې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون او نورو ۱۵ نورو سرچینو ته لیږل شوي دي.

په دغه فتوا کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې ددې ډلې پر ضد جدي اقدامات وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور