ګردېز (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): په پکتيا ولايت کې د نجونو د يوې مدرسې د ودانۍ په جوړېدو سره سلګونو نجونو ته د ديني زده کړو زمينه برابره شوه.
ياده ودانۍ دګردېز ښار په لوېديځ د پيرباغ په سيمه کې په دوه جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د وږي په ٢٦مه د دې ودانۍ د پرانستې پر مهال وويل چې په پکتيا کې له دې وړاندې نورې ودانۍ هم جوړې شوې خو د دې ارزښت په دې کې دی چې په لومړي ځل د نجونو لپاره د ديني زده کړو په برخه کې ودانۍ جوړېږي.
نوموړي زياته کړه، په پام کې لري چې د سوېل ختيځ زون په کچه د ديني زده کړو يوه لويه مدرسه جوړه کړي تر څو هغه د ديني زده کړو زده کوونکي چې نورو سيمو ته ځي په خپل ولايت کې زدکړې وکړي.
د پکتيا د پوهنې سرپرست رييس محمد قاسم رحماني پژواک ته وويل چې د دې ودانۍ مالي لګښت يوسل او پنځوس زره امريکايي ډالره کېږي چې د کډوالو نړيوالې ادارې له خوا ورکړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دغه ودانۍ شپږ د لوست او دوه اداري خونې لري او د دې تر څنګ د ودانۍ لپاره چاردېوالي هم لري.
دی وايي چې دغه ودانۍ د نجونو لپاره د ديني مدرسې او ديني لوست لپاره ځانګړې شوې چې زده کوونکو شمېر يې له پنځو سوو څخه زيات دی.
دا مهال په پکتيا کې شاوخوا درى سوه لوی او واړه د زده کړې مرکزونه شته چې له دې ډلې څخه پنځلس يې د ديني زده کړو مرکزونه دي.
login or register a new account.