ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو نړيوال سازمان په کندوز کې د خلکو پر حالت اندېښنه څرګنده کړه

د خوړو نړيوال سازمان په کندوز کې د خلکو پر حالت اندېښنه څرګنده کړه

author avatar
9 Oct 2015 - 16:24
د خوړو نړيوال سازمان په کندوز کې د خلکو پر حالت اندېښنه څرګنده کړه
author avatar
9 Oct 2015 - 16:24

د خوړو نړيوال سازمان وايي چې په مزار شريف کې يې د کندوز له بځايه شوو ١٥٠ زره کورنيو سره يې د خوراکي توکو مرسته کړې، د تخار بېځايه شوو ته د دوى مرستې د رسېدو په حال کې دي او چمتو دي په کندوز کې هم له بېځايه شوو سره خپلې مرستې وکړي.

د ياد سازمان له خوا د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بېځايه شوو کورنيو د بشري اړتياوو اروزونه او سروې د مزارشريف، پلخمري، تالقان او فيض اباد په ګډون د افغانستان په ځينو نورو شمالي ښارونو کې روانه ده.

د خوړو نړيوال سازمان (WFP) په کندوز د پاتې خلکو پر حالت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په دغه ښار کې لا هم جګړه په شدت دوام لري او خلکو ته مرستې نه دي رسېدلې.

د دغه سازمان مرستيالې او سرپرستې مشرې انجلين روداکوبنا ويلي چې له نورو بشري همکارانو سره يو ځاى وضعيت ارزوي او که امنيتي حالت اجازه ورکړي کندوز ته به هم خپلې مرستې ژر ورسوي.

هغې زياته کړې: ((اوس موږ د دې توان لرو چې د يوې مياشتې لپاره ١٢٠٠٠ زره کورنيو ته خوراکي توکي چمتو کړو، که څه هم دغه چاره به موږ د نورو پروګرامونو د امکاناتو را اخيستو ته اړ کړي، موږ په بېړني ډول مرسته کوونکو ته انتظار يو چې دغه تشه ډکه کړي.))

د خوړو نړيوال سازمان يا WFP وايي چې د سپټمبر په ٢٨مه په کندوز کې جګړه پيل شوه، وروسته له دوو ورځو د دغه ښار هوايي ډګر وتړل شو، خو دوى د ملگرو ملتونو د بشري هوايي خدمتونو  UNHAS پر مټ او همغږۍ ٢٠٠ بشري کار کوونکي او د هغوى کورنۍ له کندوزه خوندي ځايونو ته ولېږدل.

د يادونې ده، د هېواد د شمال سربېره په ګڼو نورو سيمو کې هم جګړې روانې دي، چې له امله يې په زرګونو کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې او جدي مرستو ته اړتيا لري. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.