منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز ښار وضعيت عادي شوى، خو لاهم ستونزې لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۷۷ کتنې

کندوز(پژواک، ٢٠ تله ٩٤): کندوز ښار کې له دوو اوونيو نښتو، وژنو او کډواليو وروسته عادي حالت رامنځته شوى ، خو ښاريان د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو او د طالبانو له احتمالي ګواښونو څخه وېره لري.

 طالبانو د تلې مياشتې په شپږمه   کندوز ښار ونيوه او دولتي ځواکونو د خپلو عملياتو په ترڅ کې ډېرې سيمې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې چې ورسره وضعيت يو څه عادي شو.

ګڼې هټۍ پرانېستې دي او په ښار کې تر يوې کچې د خلکو ګڼه ګوڼه ليدل کېږي، خو د ښاريانو ستونزې لا هم نه دي حل شوې. دوى وايي چې اوس اوس په ښار کې د خلک تګ راتګ ليدل کېږي او کومه جدي اندېښنه نشته .

 ٤٥ کلن محمد رسول چې اته کسيزه کورنۍ لري، وايي چې ښاريان خوراکي توکو ته سخته اړتيا لري، ځکه خلکو خپل ټول شته دجګړې په ورځو کې مصرف کړي او اوس د خوړو له کمښت سره مخ دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځينۍ هټۍ پرانېستې، خو خوراکي توکي په لوړه بيه ورکوي.

يو من اوړه په ٣٥٠ افغانۍ دي، په داسې حال کې چې پخوا په ٢٢٠ افغانۍ وو، يوه پنځه لېټره غوړي له ٤٠٠ افغانيو نه ٦٠٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.

 

 همدارنګه يوه وچه ډوډۍ لس افغانۍ وه چې په وروستيو دوو اوونيو کې ٥٠ افغانيو ته رسېدلې وه، خو اوس په ٢٠ افغانۍ ده.

محمد رسول وويل:((موږ يواځې يوه اندازې وريژې درلودې چې د جګړه پرمهال مو خوړلې، په خلاصېدو وې، اوبلن ګاز هم نه موندل کېده او په ديګدان کې مو ديګ کولو.))

دده په خبره، تېره شپه کندوز ښار ته برېښنا راغله، خو د اوبو ستونزه لا هم نه ده حل شوې چې بايد پاملرنه ورته وشي.

 د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي تېره ورځ ماښام مهال ويلي وو چې کندوز ښار د وسله والو مخالفينو له شتون  څخه پاک شوى او د عامه خدمتونو پروسه پيل شوې چې له دې ډلې د برېښنا بهير پيل شوى او د کندوز ښار ته د اوبو رسولو شبکه به هم ډېر ژر فعاله شي.

 دده په خبره، ګاونډي يې خپل ١٣ کلن زوى د ډوډۍ راوړلو لپاره نانوايۍ ته لېږلى و چې د طالبانو په مرمۍ ووژل شو .

د کندوز ښاريان وايي، که څه هم طالبان له کندوز ښار څخه  شړل شوي، خو د ښار په څنډو کې موټر تلاشي کوي او شکمن کسان له موټر نه ښکته کوي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل چې لا هم په ښار کې خال خال نښتې کېږي او ټاکل شوې چې ټولې زيانمنې سيمې او ولسوالۍ له طالبانو پاکې شي.

 

 هغه پژواک ته وويل چې طالبانو ساحه له کوم مقاومت پرته پرېښې او دولتي ځواکونو د طالبانو کرښې د حضرت سلطان، چرخاب او زاخيل سيمو ته چې د ښار د مرکز په څلور کيلومترۍ کې موقعيت لري، شاته کړي دي.

حسيني زياته کړه چې د ښار ټولې سيمې چاڼ شوې، ټانکونه او پوستې ځاى پر ځاى شوې او د شکمنو کسانو د پېژندلو په موخه کور په کور تلاشي پيل شوې ده چې تر اوسه په کې په طالبانو پورې تړلي اته کسان نيول شوي دي.

 د کندوز ښاريان وايي چې دولت بايد کندوز ښار ته د تخار، کابل او شيرخان بندر نه غځېدلې لارې بندې کړي، څو امنيتي ګواښونه له منځه ولاړ شي.

خو د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله نن د وزيرانو شورا ناستې ته وويل چې په دې وروستيو کې په کندوز کې د امنيت راوستلو او وسله والو مخالفينو د چاڼ په موخه پرمختګونه شوي او د تخار- کندوز په څېر مهمه نښلوونکې لارې بېرته پرانېستل شوې او خلک پرې تګ راتګ کوي.

د بغلان – کندوز لويه لاره هم چې تېره اوونۍ تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوې ده.

 ډاکټرعبدالله زياته کړه، ځينې کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې، له تخار نه هم کندوز ته د کورنيو ستنېدنه روانه ده، هيله ده چې کندوز بېرته خپل عادي حالت ته وګرځي او امنيتي په کې راشي.

هغه زياته کړه چې بې ځايه شوو سره د مرستې لپاره تصميم نيول شوى، په کابل کې زر کورنۍ تشخيص شوې، د حکومت، خلکو او ملي سوداګرو له خوا ورسره مرستې روانې دي.

د کندوز ښار جګړې له ملکي مرګ ژوبلې پرته، دولتي او شخصي تاسيساتو ته ميليونونه ډالر زيان اړولى او تر څنګ يې شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ نورو ولايتونو او کابل ته بې ځايه شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه