کندوز (پژواک، ٢١ تله ٩٤): سره له دې چې کندوز ښار د وسله والو مخالفينو له شتونه خلاص شوى، خو ګاونډيو ولايتونو ته بېځايه شوې کندوزۍ کورنۍ وايي چې د لويو لارو په اوږدو کې د طالبانو د شتون له امله بېرته خپلو کورونو ته نه شي ستنېداى.
دا کورنۍ زياتوي چې تخار-کندوز لويه لاره په ادم خان او چهارسري ساحه کې، شېرخان بندر ته غځېدلې لار په دښت ابدان او په کندوز- کابل لويه لاره کې علي اباد ته نږدې ساحه، چهار شنبه تپه، جرخشک او جلوگير له هغو سيمو دي چې طالبان په کې شتون لري.
د دوى په خبره، هغه وسايل چې له کابل، بلخ، بغلان، تخار او بدخشان نه کندوز ته ورځي، تلاشي کوي يې، پوځيان او دولتي مامورين له پېژندلو وروسته له ځان سره بيايي.
د شېرعلي په نامه يوه کس چې په کرولا موټر کې يې له خپلې کورنۍ سره له تخاره کندوز ته حرکت کړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې يې موټرسايکل سپرو طالبانو په چهار سري سيمه کې موټر تم کړ او ورور يې له څه دليل پرته ورڅخه بوت.
هغه زياته کړه چې د ورور برخليک يې تر اوسه نه دى معلوم او په اړه يې معلومات نه لري، طالبان بايد ملکي خلک برمته نه کړي او بايد خوشي يې کړي.
دغه بې ځايه شوي زياته کړه چې طالبان ټول موټر دروي او په نوبت سره تلاشي کوي، دولت بايد ډېر ژر دا لويه لاره د طالبانو له شتونه پاکه کړي، څو کورنۍ په ارام زړه ښار ته راستنې شي.
کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه د طالبانو لاس ته ورغى او امنيتي ځواکونه د دوو اوونيو په ترڅ کې په تدريجي ډول وتوانېدل چې دا ښار بېرته له طالبان ونيسي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت شمېرې څرګندوي چې په ټوليزه توګه ٢٠ کورنۍ چې څه باندې سل زره کسان کېږي، له کندوز ښاره تخار، بدخشان، پنجشېر، سمنګان او کابل ولايتونو ته بې ځايه شوې دي.
د احمد طارق په نامه يو بل کس چې له خپلې کورنۍ سره د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف نه بېرته کندوز ته ستنېده، وويل چې طالبانو کندوز ته د غځېدلو لپاره په ځينو برخو کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړې او مسافر وړونکي موټر تلاشي کوي.
د کندوز ښار د چوک يوه هټۍ وال رامين وويل چې له دوو اوونيو جګړې وروسته نن له خپل کوره راوتلى او خپله د پنجارې هټۍ يې پرانيستې ده.
هغه زياته کړه چې هټۍ يې يو څه زيان ليدلى، خو په دې اړه د خوښۍ احساس کوي چې د ښار وضعيت بېرته عادي شوى او خلک په عادي حالت تګ راتګ کوي.
دغه هټۍ وال زياته کړه چې د خوراکي توکو بيې هم د تېر په پرتله او د هرې ورځې په تېرېدو عادي حالت ته راځي او په دې برخه کې هټۍ لرونکي هم بايد له انصاف او ترحم نه کار واخلي.
رامين زياته کړه چې ګڼ شمېر خپلوان يې تخار او ځينو نورو ولايتونو ته بېځايه شوي او دولت بايد د لويو لارو امنيت خوندي کړي، څو هغوى بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حسيني پژواک ته وويل چې کور په کور تلاشي د شکمنو کسانو د پېژندلو او نيولو په موخه روانه ده او ډېر ژر به مرکز ته څېرمه ټولې زيانمنې سيمې چاڼ او پر لويو لارو شته امنيتي ګواښونه له منځه يوسي.
د کندو وضعيت تېره ورځ د وزيرانو شورا په ناسته کې هم وڅېړل شو. د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله نن د وزيرانو شورا ناستې ته وويل چې په دې وروستيو کې په کندوز کې د امنيت راوستلو او وسله والو مخالفينو د چاڼ په موخه پرمختګونه شوي او د تخار- کندوز په څېر مهمه نښلوونکې لارې بېرته پرانېستل شوې او خلک پرې تګ راتګ کوي.
د بغلان – کندوز لويه لاره هم چې تېره اوونۍ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوې ده، ځينې کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې، له تخار نه هم کندوز ته د کورنيو ستنېدنه روانه ده.
د کندوز ښار جګړه دواړو خواوو ته له مرګ ژوبلې سربېره ، دولتي او شخصي تاسيساتو ته هم ميليونونه ډالر زيان اړولى دى.
طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دوى د پوځي مصلحت له مخې له کندوز ښاره د دفاع جګړه چې د مرګ ژوبلې او د مهماتو د نا موثر لګښت سبب کېده، بې ګټې جګړه بللې، نو اړينه يې بللې چې د ښار د دفاع پر ځاى د ښار شاوخوا خپلې مورچې ټينګې کړي او د راتلونکو عملياتو لپاره خپل بشري او تداراکاتي بشري ځواک وساتي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى په همدې سبب خپلو کسانو ته امر کړى چې د ښار له څلور لارو، مارکېټونو او دولتي تاسيساتو نه شا ته شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د کندوز ښار په نيولو سره خپلو ډېرو ټاکلو موخو ته ورسېدل چې د طالبانو په ګډون د سلګونو بنديانو خوشي کول، د وسلو، مهماتو او پوځي ګاډو تر لاسه کولو يې يوه برخه ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










