منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۳ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جندر او د ښځو مطالعاتو په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٤): د کابل پوهنتون په ټولنيزو علومو پوهنځي کې د جندر او د ښځو مطالعاتو په برخه کې د ماسټرۍ زده کړې پيل شوې.

د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند، نن د دې پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې د دې پروګرام موخه د ښځو په ژوند او بېلابېلو برخو کې د بدلون راوستل په ګوته کړل.

هغې زياته کړه، ښځه يو زيانمنونکى قشر دى او تل له جنسيتي ځورنې سره مخامخ ده، هيله ده د دې پروګرام په بهير کې به د دغو ستونزو پر وړاندې عملي او جدي پلانونه طرحه او برابر کړل شي.

د دې په وينا، د دى پروګرام د هرې دورې په پاى ته رسېدو سره به ښځې وکولى شي په سياسي او ټولنيزو برخو کې خپل وړتياوې لوړې کړي.

نوموړى زياتوي، د دې پروګرام په لومړۍ دوره کې ٢٨ تنه برخه اخلي او په راتلونکي کې به دغه لړۍ دوام ومومي.

په کابل کې د کوريا سفارت مرستيال کانګ ډايسونګ په دې ناسته کې وويل، د کوريا هېواد له کابل پوهنتون سره د جندر او د ښځو مطالعاتو  ماسټرۍ لپاره شل ميليونه ډالره مرسته کوي، ترڅو په دې برخه کې د جنسيتي تبعيض شته ستونزې راکمې شي.

دى وايي، کوريا له افغانستان سره د زده کړو په بېلابېلو برخو کې په ميليونونه ډالره لګولي، ترڅو په علمي ډګر کې د افغانانو ظرفيت لوړ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (يو ان ډي پي) مشر ډګلس کي وويل، د دې پروګرام په پيلېدو سره به د ښځو او د هغوى د حقوقي مدافعينو لوړتيا لوړه شي، ترڅو وکولى شي د جنسيتي تبعيض ستونزې راکمې کړي.

ده زياته کړه، دا دوه کلن پروګرام يو جامع نصاب لري، چې د جندر او د ښځو د حقونو په تړاو د مهمو ساحو، لکه حقوقي خونديتوب، د بېوزلۍ په راکمولو، د لانجو په هوارولو، مدني بوختياوو او په سياست کې د ښځو ونډې په برخو کې علمي زده کړې په کې ترسره کېږي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه