ژبه

د هلمند په روانو پوځي عملياتو کې ١٦ وسله وال وژل شوي

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ تله۹۴): د هلمند امنیه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې پوځي عمليات دوام لري چې په ترڅ کې يې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ وسله والو طالبانو د لښکرګاه ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د باباجي سيمه او لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي ولسوالۍ ځينې سيمې نيولې وې.

خو پرون امنيتي چارواکو وويل چې يادې سيمې يې بېرته له طالبانو نيولې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د تلې په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون لښکرګاه ښار ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او د وسله والو پر وړاندې يې پوځي عمليات پيل کړي دي.

د ملاخېل د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د لښکرګاه اړوند د باباجي سيمې تر څنګ د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر، لوى مانده، کوفکه، نو اباد او د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر او ځینو نورو سیمو کې عمليات روان دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ملا ناصر او د يو بل قوماندان ملا صديق په ګډون ١٦ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ده په وينا، ټولې هغه سيمې به بېرته له طالبانو ونيول شوې چې اوسمهال پرې تګ راتګ کوي او يا يې په تېرو دوو ورځو کې نيولې دي.

هغه زياته کړه: ((لښکرګاه ښار اوس مهال له ګواښونو خلاص شوی او زه ډاډ درکوم چې طالبان نور پرمختګ نه شي کولاى.))

دغه راز د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې د پوليسو ځايې مسوول سردار محمد پژواک ته وويل چې په سيمه کې کافي سرتېري نه لري خو د ژوند تر پايه به د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته بايد د ملي اردو او ملي پوليسو تازه دمي سرتيري له پوره امکاناتو سره را ولېږل شي.))

په سيمه يو پوليس خان محمد وايي: ((پنځه ورځې کېږي چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې مې وسله له لاسه نه ده غورځولې.))

ده هم په حکومتي مشرانو غږ وکړ چې دې سيمې ته نوي سرتېري له تجهزاتو سره يو ځاى ولېږي.

د چاه انجير سيمي اوسېدونکي عاشق الله پژواک ته وويل: ((په دې سيمه کې جګړه ده، ډېر خلک کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.))

ده پر امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې په دې سيمه کې امنيتي حالات کابو کړي.

وسله وال طالبان هم په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پرون پژواک ته ويلي وو: ((که چېرې ملکي او نظامي کسان موږ ته تسلیم شي، د لښکرګاه ښار د نیولو پر مهال به ورته عفوه وشي.))

هلمند د افغانستان د نا امنه ولايتونو له ډلې دى چې اوسمهال نوزاد ولسوالۍ ټوله او د موسى کلا ولسوالۍ ډېرې سيمې د طالبانو په ولکه کې دي.

ورته موضوع