کندهار ( پژواک، ١٠ لړم ٩٤ ) : چارواکي وايي، په کندهار کې ١٨ سلنه ماشومان او ځوانان زده کړو ته لاسرسى لري، خو پاتې ٨٢ سلنه ماشومان او ځوانان له زده کړو بې برخې دي.
دغه څرګندونې د لړم په ١٠مه، د ځوانانو اړوند د ستراتېژي جوړونې په هغه غونډه کې وشوې چې په کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال ډاکټر کمال سادات، د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکار شميم کټوازي، د UNFPA استازي ډاکټر نور محمد مراد، د کندهار ولايتي مرستيال عبدالعلي شمسي، د کندهار پوهنتو رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک او په لسګونو ښځينه او نارينه ځوانانو ګډون کړى وو.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل، دا لومړى ځل دى چې د ځوانانو اړوند د ستراتېژي جوړونې په برخه کې له ځوانانو نظرونه غوښتل کېږي.
هغه ټينګار وکړ چې د ځوانانو په پنځه کلنه ملي ستراتېژي کې دې د دغې سيمې د ځوانانو ستونزې په نظر کې ونيول شي او وړانديزونو ته دې يې جدي پاملرنه وشي.
د کندهار ولايت مرستيال وويل، په ټوليزه توګه په دې ټولنه کې ځوانان په دوو کټګوريو وېشل شوي چې يو لوستي او بل يې نيمه لوستي او يا يو مخ له زده کړې بې برخې دي، خو له بده مرغه چې دواړه کټګوري ځوانان له بې کارۍ ځورېږي.
هغه زياته کړه، تر هغه بريده چې د کندهار ولايتي اداره امکانات لري، په نوو ګومارنو کې يې ځوانانو ته ٩٩ سلنه ونډه ورکړې، خو دا کافي نه ده، په کار ده د هېواد په کچه ځوانانو ته د کار موندلو په برخه کې جدي اقدامات وشي.
ده ټينګار وکړ چې د ځوانانو په ملي ستراتېژي کې دې ځوانانو ته پر کار موندنه ډېر تمرکز وشي.
شمسي دغه راز د يوې بلې ستونزې يادونه هم وکړه او ويې ويل په کندهار کې ګڼ شمېر مدني او د مېرمنو ټولنې شته، خو د ځوانانو اړوندې ادارې هومره امکانات نه لري چې دغه ټولنې منسجمې او د ټولنې په ګټه وکاروي.
هغه غوښتنه وکړه چې په ستراتېژي کې دې دغې برخې ته هم جدي پاملرنه وشي، څو په مدني ټولنه کې انسجام پياوړى شي او د پرمختګ باعث وګرځي.
د کندهار پوهنتون رييس وويل، د هغه سروې له مخې چې د ياد شوي پوهنتون له خوا په دې وروستيو کې شوې، په کندهار کې د ټولو ښوونځيو د زده کوونکو شمېر ٢٣٠ زره تنه ده، چې دا د ټول نفوس ١٨ سلنه جوړوي.
دى وايي، له بدغه مرغه د دې ولايت ٨٢ سلنه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي.
هغه زياته کړه: ((لا هم په کندهار کې داسې سيمې شته چې هلته اصلاً هيڅ ښوونځى نشته، نو بيا موږ څنګه د متوازن انکشاف خبرې کوو؟))
نوموړي ټينګار وکړ چې تر هر څه وړاندې دې د ځوانانو په پنځه کلنه ملي ستراتېژي کې دا ټکى په پوره جديت شامل شي چې څنګه په دې سيمه کې د پوهنې کميت او کيفيت ښه کېداى شي.
ده دا هم وويل په تېرو کلونو کې چې په کندهار او په ټوليزه توګه د ځوانانو لپاره څه شوي ١٠ سلنه هم د تاييد وړ نه دي.
توتاخېل زياتوي، په کندهار کې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د لوړو زده کړو په برخه کې د نجونو ونډه ډېره کمرنګه ده، په داسې حال کې چې هر کال په سلګونو نجونې له دوولسم ټولګيو فارغېږي، د دې لامل يواځې ناامني نه ده، بلکې والدين نه غواړي چې پر خپلو لوڼو لوړې زده کړې وکړي.
نوموړي د ځوانانو بې کاري يوه لوي او جدي ستونزه ياده کړه او ويې ويل نه يواځې دا چې ځوانان په کور دننه کار نه شي موندلاى، بلکې هره ورځ په سلګونو ځوانان له هېواده د وتو په فکر کې دي.
هغه د ځوانانو په ملي ستراتېژي کې د دغو ټکو د ور زياتولو او په عملي ډګر کې يې د حل لپاره د جدي کار کولو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال ډاکټر کمال سادات وويل چې ځوانان د هېواد د نفوس ٦٨ سلنه جوړوي چې د هېواد په وده او پرمختګ کې جوت رول لري.
ده د کندهار له ځوانانو وغوښتل چې د ستراتېژي جوړولو لپاره دې د شته ستونزو په رڼا کې سالم او رغنده نظريات ورکړي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې په کليو او ولسواليو کې دې رضاکارې ټولنې جوړې کړي، څو د ستونزو پر مهال له يو بل سره مرسته وکړاى شي.
هغه ژمنه وکړه چې د ځوانانو ستونزو ته به پام کوي او دغه راز به د هغوى لپاره د لوړو زده کړو او کار موندلو په برخه کې پراخې هڅې کوي.
د UNFPA استازي ډاکټر نور محمد مراد وويل د ځوانانو ملي پاليسي مخکې جوړه شوې، خو اوس به د هغوى لپاره ملي ستراتېژي جوړوي چې پر بنسټ يې ځوانانو ته کار وکړاى شي.
هغه وويل، ځوانان او پېغلې به د پوهنې، سپورټ، کار، روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې ګډ ګروپي کارونه کوي، ستونزې به مشخصوي او د حل لپاره به يې وړانديزونه له هغوى سره شريکوي.
د غونډې يو شمېر پېغلو او ځوانانو د ځوانانو اړوند د ملي ستراتېژي لپاره خپل وړانديزونه له پژواک سره شريک کړل.
د رحمانې په نوم يوې نجلۍ وويل، ښځينه د ټولنې له نيمايي زياته برخه جوړوي، خو له بده مرغه چې هغوى ته نه د زده کړې ښه شرايط شته او نه د کار.
د محمد نسيم په نوم يو ځوان وويل چې حکومت نه شي کولى ټولو لوستو ځوانانو ته کار پيدا کړي، په کار ده چې د زده کړې تر څنګ هغوى ته حرفوي زده کړې هم وښودل شي.
د ده په وينا، د پوهنې وزارت دې له لومړي تر لسم ټولګي د نجونو او هلکانو خصوصياتو ته په پام د زده کړې تر څنګ حرفوي زده کړې هم ورکړي، څو تر فراغت وروسته په نورو برخو کې هم د کار کولو جوګه شي.
هغه دغه راز د معيوبو ځوانانو لپاره د استثنايي زده کړو د مرکزونو غوښتنه هم وکړه.
عبدالواسع هڅيال بيا په مرکز کابل کې په وزارتونو او دولتي ادارو کې د کندهاري ځوانانو شمېره کمه وګڼله او ويې ويل چې هغوى ته دې د کار فرصتونه برابر شي.
نوموړي په امنيتي ارګانونو کې د سوېل د ځوانانو ونډه هم کمه وګڼله او غوښتنه يې وکړه چې په ستراتېژي دې دا ټکى ځاى کړل شي چې دلته د جلب او جذب داسې لارې چارې پلي شي چې د سوېلي ولايتونو ځوانان په امنيتي ارګانونو کې دنده تر سره کړي.
د نذير احمد په نوم يو ځوان بيا وويل چې د هېواد په کچه دې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ذکاوتونو د ارزونې سروې تر سره شي او هغه نبوغ لرونکي ځوانان دې په نښه او په ډېره لوړه کچه دې د زده کړو زمينه ورته برابره شي، ځکه په دغه راز کسانو پورې د هېواد راتلونکى تړلى دى.
له دې ور ها خوا ټولو ځوانانو تر هر څه وړاندې له بې کارۍ سر ټکاوه او غوښتنه يې دا وه چې هغوى ته دې کار وموندل شي، ځکه له همدې امله ډېرى ځوانان نشو ته مخه کوي، د وسله والو په ليکو کې درېږي او يا هم له هېواده وځي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










