منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز ښار ته څېرمه د طالبانو د بريد مخنيوى وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

کندوز (پژواک، ١٤لړم ٩٤): دولتي ځواکونو په داسې حال کې کندوز ښار ته څېرمه د طالبانو د بريد شنډولو خبر ورکړى، ځيني کندوز ښاريان وايي چې تېره شپه د جګړې له امله وېښ پاتې وو.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي چې تېره شپه طالبانو د چهاردرې ولسوالۍ له تلوکه او يتيم سيمو څخه د کندوز ښار پر امنيتي پوستو بريد وکړ چې بريد يې پر شا تمبول شوى دى.

هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل ، دا نښته چې د شپې شاوخوا ٨:٠٠ بجې پيل شوه څو ساعته يې دوام وکړ، امنيتى ځواکونو د کندوز ښار له پل الچين، ګورتپه او خاکني سيمو څخه طالبانو باندې ډزې پيل کړې.

حسيني زياته کړه چې تر اوسه د  دواړو غاړو د تلفاتو شمېر معلوم نه دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کندوز ښار د تلې شپږمه د طالبانو لاس ته پريوت، درې ورځې د طالبانو په واک کې و او وروسته بيا د امنيتي ځواکونو عملياتو په ترڅ کې ښار په تدريجي ډول د دولت په واک کې ورغى.

د کندوز ښاريان وايي چې تېره شپه د برېښنا جريان هم پرې شوى و او خلک اندېښمن وو.

د عبدالرقيب په نوم يو تن وويل: "ښار کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل او له وېري څخه تر سهاره وېښ وو."

هغه دې نيوکې په توګه وويل چې دولت ولې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره ګام نه پورته کوي؟ هره شېبه خلک قرباني ورکوي، زيانمن کېږي خو دولت يې ننداره کوي.

د ياد کس په وينا، که وضعيت همدا ډول دوام ومومي او دولت د ښار چاڼ کولو لپاره غوڅه اراده ونه لري، خلک به د تل لپاره له کندوزه کډه وکړي.

د يادونې ده، د کندوز جګړې له امله څه باندې ٢٠زره کورنۍ د تلې مياشت کې نورو ولايتونو ته بې ځايه شوي دي او دامهال ٥٠ سلنه يې بېرته کورنو ته راستنې شوې دې.

کندوز ښاريان وايي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پوځي مرکزونو شتون دا ښيي چې لا هم اوضاع عادي شوې نه ده او د ښار د غير پوځي کېدو غوښتنه کوي.

 خو امنيتي مسوولين وايي چې امنيتي ځواکونه په ناامنو سيمو کې د نوو پوستو پر جوړولو او پياوړتيا بوخت دي څو د طالبانو له نفوذ څخه مخنيوى وشي او په وروستيو پړاونو کې به پوځي وسايط هم د امنيت له ښه کېدو سره سم، له ښار څخه بهر شي.

 

 

 

 

 

 

  •  
غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه