منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غور د عالمانو شورا: د رخشانې سنګسار د شريعت خلاف کړنه وه

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

فيروزکوه (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): سيمه ييزو چارواکو او د غور ولايت عالمانو شورا د رخشانې سنګسارول غير اسلامي او غير قانوني عمل بللى او هغه يې غندلى دى.

مېرمن رخشانه د لړم په ٣مه د غور د مرکز فيروزکوه اړوند په اودک غلمين کلي کې په عام محضر کې سنګسار شوه او مړى يې کورنۍ ته وسپارل شو.

ياده ١٩ کلنه مېرمن د هغې له خوښې پرته واده شوې وه او له بل هلک سره د فيروزکوه مرغاب سيمې  ته تښتېدلې وه؛ هلک چې ښځه يې نه درلوده له سلو درو وهلو څخه وروسته خوشى شو.

د رخشانې د سنګسار ويډيو هم خپره شوه او طالبان د دې پېښې عاملين بلل شوي؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په غور ولايت کې د عالمانو شورا، د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست، د غور والي، ولايتي شورا او مدني بنسټونو په ګډون يوه غونډه جوړه شوه چې د رخشانې سنګسار په اړه په کې بحث وشو او دغه عمل يې د دين او شريعت خلاف کار وباله.

د غور عالمانو شورا مرستيال مولوي محمد موسى کليم وويل چا چې د طالب په نوم رخشانه سنګسار کړې ده، يو غير اسلامي او غير انساني عمل يې ترسره کړى دى؛ ځکه د رخشانې په قضيه کې هېڅ راز شاهد او اقرار شتون نه درلود او نوموړې د څو ظالمو او جاهلو کسانو له لوري په وحشيانه ډول سنګسار شوې ده.

نوموړي زياته کړه: "کومو کسانو چې دا حکم صادر کړى، زه يې پېژنم نه پوه لري او نه هم غوره عمل، دا عمل نه د دين له ادرس څخه دى او نه هم د قانون له ادرس څخه، موږ په کلکه دا عمل غندو."

مولوي کليم زياته کړه، دا چې رخشانه له واده سره مخالفه وه، د هغې نکاح شرعي نه وه او اصلاً هېڅ واده نه دى شوى.

د غور د حج او اوقافو مشر محمدشاه مجيدي هم وويل چې دغه عمل هم جنايت او هم خيانت دى، دولت بايد دا کسان ونيسي او د غور په مرکزي چوک کې يې ځوړند کړي، څو د نورو لپاره عبرت شي.

د ولايتي شورا غړي حميدالله متحد وويل: "صحرايي محاکمه د يو شمېر سخت زړو او د دين دروغجنو ټيکه دارانو له لوري د يو اسلامي دولت په شتون کې محکوم ده، بايد دولت اقدام وکړي او عاملان د قانون منګولو ته وسپاري."

د غور والي سيما جوينده وويل چې دا غونډه يې ځکه جوړه کړې ده چې عالمان بايد ښکاره دريځ ولري څو خلک پوه شي رخشانه په غيرقانوني او صحرايي محکمه کې وژل شوې ده.

هغې زياته کړه: "د رخشانې سنګسار د غور خلکو اړوند نه دى، د څو ظالمانو او قاتلانو کار دى چې غواړي اسلام او خلک وشرموي."

د رخشانې خپلوان وايي چې نوموړې له لومړي تر اتم ټولګي د اودک کلي په "محمد رحيم شهيد" ښوونځي کې زده کړې وکړې او پنځه کاله وړاندې پلار يې په جبري توګه يو معلول ته کوژده کړه او هغه ښوونځي ته له تګ څخه پاتې شوه، وروسته له دې چې رخشانه وتښتېده، کوژدن  يې واده فسخ کړ.

پلار يې تېر کال يو ځل بيا رخشانه له يو ٤٥ شپون سره د هغې له خوښې پرته کوژده کړه؛ خو رخشانې ويلي وو چې نه غواړي له دغه زوړ کس سره واده وکړي.

د رخشانې له واده څخه څلور ورځې تېرې شوې وې چې رخشانه بيا وتښتېده هغې ګواښ کړى و که راتلونکې کې کومه ستونزه رامنځ ته شي، پړه به يې د هغو کسانو پر غاړه وي چې هغه يې په جبري ډول نکاح کړې ده.

د رخشانې سنګسار د لاريونونو او غونډو په جوړولو سره کابل  او غور کې په کلکه وغندل شو او د عاملانو پر نيولو او مجازاتو يې ټينګار وشو.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي مشر ډاکټر عبدالله ويلي دي چې د رخشانې د سنګسار قضيه دې په کلکه تعقيب شي کورنيو چارو وزير د غور پوليسو ته لارښوونه کړې ده څو ډېر ژر د پېښې عاملان ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د غور والي وايي چې د پېښي عاملين پېژندل شوي دي؛ خو سيمه د طالبانو په واک کې ده او هغوى يوازې د عاملينو د نيولو توان نه لري او دولت بايد په دې برخه کې مرسته وکړي.

د هېواد په کچه يادې دويمې والۍ پژواک ته وويل چې دا فتوا د طالبانو د يو سيمه ييز قوماندان مولوي يوسف له خوا صادره شوې ده او سنګسار کولو کې د ملا هاشم او د طالبانو غړي سعديار په ګډون څه باندې شلو کسانو ګډون درلود چې ټول يې مجرمان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور