منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۰ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز ښار زيانمن د پانګونې بهير د درولو ګواښ کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۰ کتنې

کندوز (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤): هغه زيانمن چې د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيول کېدو پر مهال يې کورونه، سوداګريز مارکېټونه، سرايونه، هټۍ او نور تاسيسات ويجاړ شوي، ګواښ کوي چې که دولت يې زيانونه جبران نه کړي، خپله پانګونه به وځنډوي.

د دولت وسله والو مخالفينو کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه ونيو او له دريو ورځو وروسته بېرته د دولت واک ته ورغى. دې جګړې په ځانګړي ډول د کندوز خلکو ته درانه زيانونه واړول.

ځيني زيانمن شوي وايي، سره له دې چې د جګړې له پاى ته رسېدو څه باندې يوه مياشت تېرېږي، خو تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د عبدالمعروف په نوم سيمه ييز سوداګر چې د بې پولې ډاکټران د روغتون څنګ کې د سوداګريزو توکو ګدام لري، وايي کله چې پر روغتون بريد وشو، د دوى يو ستر ګودام هم وسوځېد او ټول مالونه يې له خاورو سره برابر شو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ګودام کې ټلويزيونونه، يخچالونه، ايرکنډېشن،  د کاليو مينځلو او خياطۍ ماشينونه او برېښنايي سامان الات موجود وو چې له بهر نه يې په عمده ډول وارد کړي او بازار ته يې عرضه کول.

د دغه سوداګر په خبره، د هوايي بريد په ترڅ کې د دغه ګودام پر سوځېدو سربېره  د دوى يو ٤٠٤ بس موټر چې د ګودام څنګ ته ولاړ و، سوځېدلى، د ګودام دننه هم ځينې هتۍ ويجاړې شوې دي.

هغه ور اوښتي زيانونه ٥٠٠ زره ډالر ياد بولي او وايي: ((زموږ پر ګودام بايد بريد نه وى شوى، اوس چې زيانمن شوي يو، حکومت او نړيوال بنسټونه بايد زموږ زيانونه جبران کړي.))

د بې پولې ډاکترانو روغتون MSF د تلې په ١١مه نېټه د امريکايي ځاوکونو له خوا وروسته له هغه بمبار شو چې وسله والو طالبان کندوز ښار او ياد روغتون ونيول.

د دغه روغتيايي بنسټ د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د روغتون د کارکوونکو او ډاکترانو په ګډون ٣٠ کسه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول، په دغه بريد کې د روغتون ودانۍ وسوځېده او ټولې برخې يې ويجاړې شوې.

د کندوز ښار د سه درک ساحې يو  بل زيانمن شوى الماس وايي چې اته هټۍ يې د درنو وسلو د مرميو لګېدو په سبب ويجاړې شوې او سوځېدلې چې بايد د زيانونو بها يې ورکړل شي.

هغه وويل چې دا هټۍ يې خوراکه پلورنځيو ته په کرايه ورکړې وې چې د هر يوه په ويجاړېدو سره  سره يې تر پنځو سوو زرو پورې زيان ليدلى.

زيانمن شکايت کوي، سره ددې چې د زيانونو د جبران موضوع يې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې هېڅ ډول مرسته نه ده تر لاسه کړې.

زيانمن شکايت کوي ، سره له دې چې د زيانونو د جبران موضوع يې له سيمه ييزو چارواکو سره مطرح کړې، خو تر اوسه يې هېڅ کومه مرسته نه ده تر لاسه کړې.

دوى خبر دارى ورکوي چې که چېرته يې زيانونه جبران نه شي، نو په دې ولايت کې به د پانګې اچونې بهير تم کړي.

خو سيمه ييز چارواکي وايي، د دولت له خوا ټاکل شوى کمېسيون د اوښتو زيانونو د کچې پر معلومولو بوخت دى.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وويل چې کمېسيون خلکو ته د اوښتو زيانونو کچه معلوموي او لا هم د زيانونو کره شمېره نه لري.

هغه په ډاګه کړه چې د کمېسيون د څېړنو له پاى ته رسېدو ورسوته به دا زيانونه څرګند شي او کمېسيون به خپل راپور ارګ ته وړاندې کړي چې له دې وروسته به له زيانونو سره مرسته کېږي.

د ويلو ده چې امريکا د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بريد له امله بښنه غوښتې او ژمنه يې کړې چې د روغتون د بيا رغونې او د پېښې د قربانيانو له کورنۍ سره به نغدي مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه