منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نا امنیو له امله د پکتیا ۲۸ ښوونځي تړل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د پکتيا چارواکي وايي چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت په ځينو سيمو کې ۲۸ ښوونځي تړل شوي چې له امله يې ٧زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د پکتيا د پوهنې مشر لقمان حکيم حکيمي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه ښوونځي د پکتيا په ځدراڼو، لجه منګل، ځاځي اريوب او ځينو نورو سرحدي سيمو کې تړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، یاد ښوونځي ډېری لومړني ښوونځي دي چې شاوخوا اووه زره زده کوونکي يې له زدکړو بې برخې پاتې شوي دي.

حکيمي وايي چې دغه ښوونځي د نا امنيو له امله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

ده وويل هڅه کوي چې ډېر ژر د خلکو په مرسته دغه ښوونځي بېرته فعال کړي.

د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري پژواک ته وويل چې د دغو ښوونځيو د فعالولو او د پوهنې په برخه کې د ځينو نورو ستونزو د لرې کولو لپاره يې يو کمپان پيل کړی دی.

ده زياته کړه: ((موږ د خلکو، دولت او حتی د مخالفينو په مرسته غواړو، په کومو سيمو کې چې ښوونځي غير فعال دي، بېرته يې  فعال کړو.))

د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی ښادي ګل پژواک ته وويل: ((زموږ په سيمو کې همداسې ښوونځي شته چې يا خو تړلي او يا يې هم درسي بهیر ډېر خراب دی.))

نوموړی وايي، لرو پرتو سيمو ته هېڅوک په هره برخه کې په سمه توګه پاملرنه نه کوي او ستونزې يې پر خپل وخت نه حل کوي.

دی وايي که چېرې دولت وغواړي تړل شوي ښوونځي فعاله کړي او يا هم په دې برخه کې کارونه وکړي نو خلک يې مرستې ته چمتو دي.

دا مهال په پکتيا کې شاوخوا ٣٥٠ ښوونځي فعاله دي چې په کې ١٥٠زره زده کوونکي زده کړې کوي.

د يادونې ده، په هلمند ولايت کې د نا امنيو له امله ١٥٦ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه