منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د “غزليز ماښام” مشاعره وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): په خوست کې د" غزليز ماښام" تر سرليک لاندې مشاعره جوړه شوه چې په کې د دغه ولايت پر فرهنګيانو سربېره له پکتيا او ننګرهاره راغلو شاعرانو او فرهنګپالو هم ګډون کړی و.

دې مشاعرې ته چې تېر ماښام د خوست ولايت مقام له لوري جوړه شوې، د شاعرانو تر څنګ د خوست والي هم بېلابېل شعرونه وويل چې ګډونوالو د لاسونو په پړقا سره بدرګه کول.

د خوست والي حکم خان حبيبي د "غزليز ماښام"  ياد پروګرام ته په خبرو کې وويل چې له دې مشاعرې يې موخه د فرهنګيانو يو ځای کول او د اوسنيو کمزوري فرهنګي فعاليتونو پياوړي کول دي.

هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې په ټوليز ډول فرهنګيان نږدې سره وساتو. د فرهنګي فعاليتونو پر بنسټ کولای شو چې يو موټی و اوسو.))

والي حبيبي همدارنګه ژمنه وکړه چې د شاعرانو او د ادب مينه والو د فعاليتونو د پرمختيا او پراختيا لپاره به دې ډول پروګرامونو ته زياته پاملرنه وکړي.

هغه مشاعرې ته په يوه بيت کې وويل: ((رقيبه زه هم لوی تورزن يمه ميدان ونيسه، خوستی زلمی يم سر په لاس وړمه دلدار ته ورځم.))

له دغه بيت وروسته نوموړي د خوست له خلکو غوښتنه وکړه چې د خپل روښانه راتلونکي په خاطر په خپلو سيمو کې د هغو ډلو ټپلو مخه ونيسي چې په ورانکارو فعاليتونو لاس پورې کوي.

ليکوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار وايي چې دا ډول مشاعرې د لرې پرتو سيمو د شاعرانو په يو ځای کولو او دغه راز له يو او بل څخه د شعر ليکنې د هنر په زده کړه کې ډېره مرسته کوي.

نوموړي په دې برخه کې له ولايتي ادارې وغوښتل، د هغه واټن د له منځه وړو لپاره چې د شاعرانو او فرهنګيانو تر منځ رامنځته شوی، دا ډول نور فرهنګي پروګرامونه هم جوړ کړي.

انګار زياته کړه: ((شاعري د ادبياتو برخه ده او ادبيات بيا د فرهنګ جز دی، کله چې زموږ ادبيات غوړېږي، نو ښکاره خبره ده چې فرهنګ مو هم وده کوي.))

د خوست يو شاعر او ليکوال ګلي ولي شاه ساده حيدرخېل هم په دې نظر دی چې د فرهنګي پروګرامونو د جوړېدو په ځانګړي ډول د مشاعرو په پايله کې د شاعرانو وړتيا ډېره وده کوي.

هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د شاعر همدا وړتيا د فرهنګ د غوړېدا په برخه کې اغېزناکه تمامېږي.

نوموړي زياته کړه: ((هر کله چې دا ډول پروګرامونه ترسره کېږي، بايد پرته له کوم سانسور څخه ترسره شي، لکه دا ډول مشاعره، چې پرته له سانسوره ترسره شوه. شاعران هم بايد هنري شعرونو ته پاملرنه وکړي.))

شاعر محمدجلال حقيقت بيا پر دې باور دی چې مشاعرې د فرهنګ د پراختيا تر څنګ د خلکو د ذهنونو په روښانولو او د سولې د ټينګښت په برخو کې ښه پيغامونه ورکولای شي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور