منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست پوهنې رياست ته اداري کمپلکس کې نوې ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۱ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د خوست د پوهنې رياست لپاره په اداري کمپلکس کې نوې ودانۍ جوړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي د ليندۍ په ٤مه د يادې ودانۍ د پرانيستنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د زېرزميني تر څنګ په دريو پوړونو کې جوړه، ۳۸ خونې او نورې اړينې اسانتياوې لري.

نوموړي وويل چې پر دې ودانۍ د نړيوال بانک له لوري څه باندې ۲۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړېدو چارې يې د تېرو دوو کلونو په موده کې بشپړې شوې دي.

حبيبي زياته کړه: ((د دې ودانۍ په جوړېدو سره موږ ډاډمن کېږو چې په دغه ولايت کې د دولتي مامورينو د ودانيو د نه شتون ستونزه مخ پرکمېدو ده.))

والي دغه راز وويل، د نورو هغو دولتي ادارو لپاره چې د خپلو ودانيو د نشتوالي له امله په کرايي کورونو او يا د نورو رياستونو په ودانيو کې فعاليت کوي، د ودانيو جوړولو په هکله به جدي هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړه چې که مامورين د ځای ځايګي له پلوه ډاډمن وي، خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې له کومې جدي ستونزې سره نه مخ کېږي.

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار وويل چې تر دې مخکې يې په اداري کمپلکس کې په بېلابېلو څلورو ودانيو کې فعاليت کاوو چې يوې او بلې ته يې تګ وخت ضايع کاوو.

بختيار پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ مامورين له ډېرو ستونزو سره مخ وو. کارونه يې هېڅ ښه پر مخ نه تلل. دوسيې او اسناد مو ټول ګډوډ پراته وو. اوس انشاالله دا ستونزه هواره شوه.))

د خوست د پوهنې رياست يو مامور نور بادشاه شاکر له پژواک اژانس سره په خبرو کې د يادې وداني پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

هغه وويل، هغه اسانتياوې چې په دې نوې جوړه شوې ودانۍ کې برابرې شوې، په هغو ودانيو کې نشته، په کومو کې چې دوی فعاليت کاوو.

شاکر زياته کړه: ((هلته مو خونې ډېرې تنګې وې. د پوهنې مامورينو په اوونيو اوونيو هم نه سره ليدل. خلکو ته مو خدمات په سم ډول نه شو وړاندې کولی او خلک هم په ستونزه کې وو)).

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکي شاه محمد پژواک اژانس ته وويل چې يو عادي کار به هم يې ډېر وخت نيو؛ ځکه له يوې تر بلې ودانۍ تلو راتلو، ډېر وخت ضايع کېده.

د خوست ولايتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ۷۰ سلنه دولتي ادارې خپلې ودانۍ لري او پاتې ډېرې نورې هغه يې په کرايي کورونو کې فعاليت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه