ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دشت ارچي او قلعۀ زال خلک امنيتي وضعيت د زغم وړ نه بولي

د دشت ارچي او قلعۀ زال خلک امنيتي وضعيت د زغم وړ نه بولي

author avatar
28 Nov 2015 - 18:46
د دشت ارچي او قلعۀ زال خلک امنيتي وضعيت د زغم وړ نه بولي
author avatar
28 Nov 2015 - 18:46

کندوز (پژواک،٧ ليندۍ ٩٤): د قلعه زال او دشت ارچي ولسواليو ځيني اوسېدونکي واييؤ د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې ترڅنګ د هستوګنې کورونه هم ويجاړ شوي، چې دا وضعيت نور د زغم وړ نه دى.

دشت ارچي ولسوالۍ درې مياشتې وړاندې د طالبانو لاس ته ورغله او تېره مياشت د ګډو امنيتو ځواکونو عملياتو په ترڅ کې د هغوى له ولکې بهر شوه.

د قلعۀ زال ولسوالۍ د کندوز ښار سقوط پرمهال، د تلې مياشت کې د يوې اونۍ لپاره د طالبانو په واک کې وه، چې وروسته د دولت تر کنټرول لاندې راغله.

خو وسله وال مخالفين لا هم د دواړو ولسواليو په شاوخوا سيمو کې فعاليت کوي او له دولتي ځواکونو سره کله ناکله جګړې کوي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، د دولتي او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې، کورونو سوځېدو او بې ځايه کېدو لامل شوې دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ د قرلق کلي اوسېدونکي عبدالرسول پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره اونې د نوموړي د ورور پر کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله، د هغه د کورنۍ دوه کسان ووژل شول او مېرمن يې ټپي شوه.

ياد اوسېدونکى چې د عدالت غوښتنې لپاره د کندوز مرکز ته ورغلى و، زياته يې کړه: "هره ورځ، هره شېبه جګړې له خلکو قرباني اخلي، تاسو د دشت ارچي ولسوالۍ کلينيک ته ورشئ او وګورئ چې څومره ټپيان تر درملنې لاندې دي، د خلکو کورونه او هټۍ سوځي؛ خو دولت يو ګام هم پرمختګ نه دى کړى."

نوموړي چې کندوز ښار کې د يوه خپلوان په کور کې ژوند کوي، وويل چې له اقتصادي ستونزو سره لاس اوګرېوان دى او ان مزودکاري هم نه پيدا کېږي، انتظار وباسي چې په سيمه کې يې امنيت خوندي شي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز اوسېدونکي معلم امين الحق وويل، د سيمې ډېرى اوسېدونکي د ښکېلو غاړو درنو وسلو د ډزو او د ډاډمن امنيت نه شتون له امله، مالي او ځاني قرباني ورکوي او له دې وضعيت څخه ستړي شوي دي.

هغه زياته کړه چې تېره اونۍ له نامعلوم لوري د هاوان مرمۍ يې پر کور ولګېده، چې له امله يې کور وسوځېد او يو ٩کلن ماشوم يې ټپي شو.

دا اوسېدونکى ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو يواځې د دشت ارچي چوک  شاوخوا سيمې نيولې دي او پاتې نورو سيمو کې طالبان دي او په وروستۍ يوه مياشت کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى.

هغه وويل: "د خلکو مالونه او شتمنۍ، کورونه او هټۍ وسوځېدلې، اوس دې دولت وخت راکړي، څو لږ تر لږه خپل څاروي او د کور مالونه وباسو چې د له منځه تلو مخه يې ونيول شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.