منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لښکرګاه کې نرسنګ انسټیټیوټ ته ودانۍ جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۴): د لومړي ځل لپاره د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نرسنګ انسټيټيوټ لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د هلمند د عامې روغتيا ریيس عنایت الله غفاري د ليندۍ په ١٧مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه ودانۍ د لښکرګاه ښار د ادارو لپاره په ځانګړې شوې سیمه کې جوړېږي.

هغه وويل چې د دې ودانۍ د جوړېدو مالي لګښت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکول کېږي او چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي.

هغه وويل چې د دې ودانۍ پر جوړونې ٣١ ميليونه او ٧سوه زره افغانۍ لګښت راځي چې په توليزه توګه به ٢٨ اداري او تدريسې خونې ولري.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په لښکرګاه ښار کې ٢٢٠ تنه د نرسنګ په برخه کې زده کړې کوي چې ١٤٠ يې نجونې دي.

ده زياته کړه: ((دغه شاګردان اوس مهال په بست روغتون کې په یوه کوچنۍ ودانۍ کې زده کړې کوي، خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د محصلینو شمېر نور هم زیات شي.))

په ياده غونده کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې ریيس لعل محمد عزیزي هم د نرسنګ انسټيټيوټ لپاره د ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده.

عزيزي وويل چې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په هلمند ولايت کې د يادې پروژې تر څنګ ځيني نورې پروژې هم لري.

ده وويل چې د روان کال په اوږدو کې د کوکنارو کر د مخنيوي په موخه د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې له لوري هلمند ته  ١٠،٥ ميليونه ډالره ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په هلمند کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه دری روغتونونه جوړ کړي چې هره مياشت د اوياو کسانو درملنه په کې کېږي.

دى وايي چې له يادو ټولو پروژو جدي څارنه کوي تر څو چارې یې په سمه توګه پر مخ ولاړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه