ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پکتيکا کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Dec 2015 - 20:37
په پکتيکا کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Dec 2015 - 20:37

ښرنه (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٤): د پکتيکا په بېلابېلو د ناامنيو په پېښو کې د وو وسله والو په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د ولايت شورا غړي افسرخان سليمانېخل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين د وازيخوا د ګيناوې په کلي کې دوه وسله وال د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول.

ده زياته کړه، په دې بريد کې د طالبانو د جلب او جذب مسوول جمعه محمد وژل شوى دى.

له بلې خوا د وازيخوا اوسېدونکى خان محمد وايي، چې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې هم نن دوه ملکي وګړي ووژل شول.

د هغه په وينا، دغه راز يو بل په موټرسايکل سپور کس د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې نن غرمه مهال ژوبل شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، د پکتیکا په وړممۍ ولسوالی کې تېره شپه د پولیسو پر هغه کاروان برید شوی چې وازیخوا ته یې اکمالات کول.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې په دې بريد کې يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوى موټر يې ويجاړ کړي دي.

دى وايي، چې په دې نښته کې د دوى درې ملګري هم ژوبل شوي دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی افسرخان سلېمانخېل هم پېښه تاییدوي او وايي، په دې نښته کې ۱۰ پولیس ټپیان شوي او د هغوی ځينې ټانکونه هم وسله والو له منځه وړي دي.

نوموړی وايي په جګړه کې پاکستانیو طالبانو هم برخه اخیستي.

د سیمې اوسېدونکي هم د نښتې پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه لري.

خو د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخېل بیا له جګړې انکار کوي او وايي، په وړممۍ کې  د دوی پر ځواکونو هیېڅ ډول برید نه دی ترسره شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.