منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۶ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): د پکتيا ځيني اوسېدونکي او د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغوی زیاتوي چې د څو کلونو په تېرېدو اوس هم په دغه ولايت کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او د مسلکي استادانو تشه يې هم نه ده ډکه شوې.

په ټوليزه توګه د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې ٣٨٨ ښوونځي شتون لري چې له دې ډلې ٢٨ غير فعال او ٢٣٢ يې ودانۍ نه لري.

د جاني خېلو ولسوالۍ قومي مشر پاچا ګل منګل د لېندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: ((دغه شاګردان له ډطرو ستونزو سره مخ دي کله په خاورو او بادونو کې درس وايي او کله هم بيا تيز لمر ته ناست وي.))

منګل وايي چې په تېرو څو کلونو کې د پکتيا د پوهنې برخې لپاره کار شوی خو په دې ولسوالۍ کې اوس هم ګڼې ستونزې موجودې دي.

د دغه ولايت د شواک ولسوالۍ اوسېدونکى روزالدين هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او د مسلکي ښوونکو تشه هم په کې ليدل کېږي.

هغه وايي: ((ډېر کلونه شوي چې دغه ښوونځي جوړ شوي دي خو تر اوسه پورې ورته دولت د ودانيو د جوړولو په برخه کې کومه پاملرنه نه ده کړي.))

هغه دا هم وويل: ((د ځدراڼو قوم،  په دريو ولسواليو شواک، ګرده څېړۍ او وزي ځدراڼ کې په تېرو ١٣ کلونو کې د دولسم ټولګي نه څوک نه دي فارغ شوي او د ابتدايه ښوونځيو کيفيت يې هم ښه نه دى.))

د روزالدين په وينا، د ځدراڼ قوم يادې ولسوالۍ د پوهنې له بهير څخه شا ته پاتې دي بايد اړينه پاملرنه ورته وشي.

ده د پکتيا د پوهنې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د ولسواليو تر منځ توپير ونه کړي او د ټولو ولسواليو د پوهنې بهير ته يو شان پاملرنه وکړي.

دغه راز د ډنډې پټان  ولسوالۍ د عمر فاروق لېسې د اتم ټولګي زده کوونکي حيات خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې زده کوونکي د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

هغه وايي: ((زموږ په لېسه کې  دمسلکي ښوونکو د نشتون ستونزه زياته ده او په کم شمېر سره مسلکي ښوونکي دي چې ټولو صنفونو ته لاس رسی نشي کولای.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې لېسه کې يواځې مسلکي ښوونکي د لسم، يوولسم او د دوولسم تولګي زده کوونکو ته درس ورکوي.

ده وويل چې په دې لېسه کې د نورو تولګيو زده کوونکو ته ډېری وخت د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو د زده کوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

د پکتيا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي مقبل هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم د مسلکي استادانو شمېر کم دى.

هغه وايي چې په دې  ولسوالۍ کې يواځې يوه لېسه ده چې هر کال کم شمېر کسان ترې فارغېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، چې هر کال د پوهنې رياست چارواکي د مسلکي استادانو د نه شتون د ستونزې د حل په موخه ژمنې کوي خو تر اوسه يې خپلې ژمنې نه دې عملي کړې.

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د پوهنې برخې ته کار شوى خو اوس هم په دې برخه کې ګڼې ستونزې شتون لري.

د منګل په وينا، د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ښوونځي ودانۍ نه لري، د مسلکي استادانو شمېر يې هم کم دى او درسي توکي هم پر خپل وخت زده کوونکو ته نه رسېږي.

هغه زياته کړه: ((د درس کيفيت ښه نه دی، يوازې زده کوونکو ته سندونه ورکول کېږي او په سم ډول زده کوونکو ته زده کړې نه ورکول کېږي.))

دغه راز د پکتيا د پوهنې رييس لقمان حکيم هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې يو شمېر ستونزې شتون لري.

ده هم وويل چې د پکتيا د مرکز ګردېز په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې ښوونځي ودانۍ نه لري خو د يو پلان له مخې به ودانۍ ورته ورغول شي.

د حکيم د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د ٣٣٨ ښوونځي شتون لري چې له دې شمېرې څخه ٢٣٢ يې ودانۍ نه لري.

هغه زياته کړه: ((زموږ تقريباً ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.))

هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنيو، د استادانو د نه شتون او يا هم ځينو نورو ستونزو له امله له څو کلونو راپه دېخوا ٢٨ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ پلان لرو چې په راتلونکي کال کې د خلکو او ولايتي ادارې په مرسته دغه ښوونځي بېرته فعاله کړو.))

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي او په دې برخه کې د پوهنې له بهير سره مرستې وکړي.

خو حکيم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د پوهنې برخې په دغه ولايت کې د پام وړ پرمختګ هم کړى دى.

هغه د بيلګي په توګه وويل: ((لس کاله وړاندې له ټولې پکتيا نه د کانکور په ازموينه کې يواځې پنځه سوه کسانو ګډون کاوو، خو اوس دغه شمېر ٤ زرو ته رسېدلی دی چې دا خپله د پرمختګ يوه نښه ده.))

حکيم د مسلکي استادانو د ستونزې په برخه کې وويل چې د پخوا په پرتله د مسلکي استادانو د نه شتون ستونزه هم کمه شوې ده.

ده وويل: ((تر ډېره اوس موږ دغه ستونزه نه لرو ځکه اوس مهال په ډېرو ولسواليو کې د ښوونکو د روزنې څانګې فعالې دي چې مسلکي ښوونکي فارغوي او همدا ډول له پکتيا او نورو پوهنتونونو څخه زيات شمېر کسان فارغېږي چې بېرته د ښوونکو په توګه مقررېږي.))

د يادولو ده، په پکتيا کې د دولتي ښوونځيو تر څنګ، يو دولتي پوهنتون، يو شخصي پوهنتون او د لسو په شاوخوا کې شخصي ښوونځي فعاليت کوي.

په يادو ښوونيزو مرکزونو کې شاوخوا دوه سوه زره کسان زده کړې کوي چې ٥٤ زره يې نجونې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه