ګردېز(پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٤): د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنې ځينې غړي د ولايتي چارواکو پر کړنو نيوکې او په اړه يې د څېړنې غوښتنه کوي، خو ولايتي چارواکي وايي چې د ستونزو د حل لپاره يې ډېر څه کړي دي.
د دې ولايت د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري په يوه خبري ناسته کې وويل چې د نوي حکومت چاراکو د مثبتو بدلونونو راوستو او فساد کچې د ټيټيدو لپاره ژمنې کړې وې ، خو تر اوسه يې مثبت بدلون نه دى راوستى.
هغه زياتوي چې ورځ تر بلې ستونزې ډېريږي.
دی وايي چې د ولايتي ادارې سل ورځنی پلان نمايشي بڼه لري او په دغه ولايت کې په داسې حال کې د نورو ولايتونو خلک پر دندو ګومارل شوي چې په دې ولايت کې ګڼ شمېر ځوانان وزګار دي.
دغه راز قادري نيوکه وکړه چې د ولايت ډېرې ادارې لاهم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
قادري وايي:" مرکزي اداره دې دغه ولايت ته دټولو ستونزو دڅېړلو په موخه يو پلاوی راوليږي تر څو دغه ستونزې وڅېړي او دحل لاره ورته پيدا کړي ."
د مدني ټولنې غړي سيد جمال اصف خېل په دې ناسته کې وويل :" د دې ولايت د مچلغو بند،ګردېز- پټان لارې او ځينې نورې پروژې په ټپه ولاړې دي او په روان کال کې هيڅ لويه او وړه پروژه نه ده پلې شوې ."
هغه دعوه کوي چې د دغه ولايت د ادارې په تړونونو کې روڼتيا نشته او ټول تړونونه ديو څو کسانو په خوښه ترسره کيږي .
اصف خېل وويل داستونزې يې له دې وړاندې څو څو ځله د پکتيا له والي نصرت ارسلا سره شريکې کړې خو تر اوسه هېڅ بدلون نه دی راغلی .
دی وايي که چېرې د شته ستونزو د له منځه وړو لپاره اړين اقدام ونه شي نو دوى به مدني حرکتونو ته دوام ورکړي .
د پکتيا ولايتي شورا پخواني مشر او مدني فعال ښايسته جان احدي د يادو ستونزو د يادولو تر څنګ وويل چې د فساد د شتون په اړه اسناد هم لري. هغه وايي چې په ګمرک کې پراخ فساد شتون لري.
خو د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل يادې اعاوې ردوي او وايي چې ولايتي ادارې په تېرو څو مياشتو کې بېلابېل کارونه کړي دي .
دی وايي ،چې په بېلابېلو ولايتي ادارو کې دوه سوه مسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي ،يو شمېر په فساد ککړ کسان څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي او نور به هم په اداره کې ښه والی راولي .
هغه وايي، چې سل ورځنی پلان يې عملي کړی او د ولايت ډېر تړونونه په کابل کې کېږي او دوى په کې لاس نه لري.
اتل وايي شايد په ځينو برخو کې ځينې ستونزې وي چې ټولې په يو ځل نه حل کيږي ،خو دوی هڅې کوي چې ټولې ستونزې ژر له منځه يوسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










