منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له هلمند وروسته به په کندوز کې هم پوځي عمليات ادامه پيدا کړي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۵۶ کتنې

کندوز (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونه اوسمهال په هلمند ولايت کې په عملياتو بوخت دي او هلته د جګړې تر پاى ته رسېدو وروسته به د کندوز په پاتې برخو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو هڅې پيل شي.

دا چارواکي زياتوي چې د ملي اردو د کومانډو ځواک د ځانګړو قطعو د شپنيو عملياتو په پيل سره  په زيانمنو سيمو کې د ملي اردو څو اډې جوړې شوې او د کندوز ښار د شاوخوا کمر بندونه پياوړي شوي دي.

د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي پژواک خبري اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې دشت ارچي، کلا زال او امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو له واکه ايستل شوې، امنيتي ځواکونه د امنيتي کمربندونو او د سترو پوځي مرکزونو او پوستو په جوړولو بوخت وو.

طالبانو د تلې په شپږمه نېټه د کندوز ښار لاندې کړ، خو د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په تدريجي ډول په دوو اوونيو کې بېرته ونيول شو او طالبان د ښار لرې سيمو او ولسواليو ته وتښتېدل.

د کندوز سرپرست په ډاګه کړه: ((اوسمهال ځواکونه په هلمند کې په عملياتو بوخت دي او هلته د جګړې په پاى ته رسېدو سره به د کندوز په پاتې ساحو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو پروګرام پيل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند په ځانګړي ډول د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او په کې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې هم امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى او په هغو عملياتو کې چې دوه شپې وړاندې په دې ولسوالۍ د ځانګړې قطعې، له ترهګرۍ سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو او د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د چورلکو په ملتيا د طالبانو پر زندان ترسره کړل، د طالبانو له خوا ٥٩ تنه نيول شوي بنديان يې خوشي کړل.

ولسمشر غني امنيتي ځواکونه د بنديانو د خوشي کولو له اړخه ستايلي دي.

هغه دوه مياشتې وړاندې کندوز ته په خپل سفر کې ويلي و چې کندوز د دولت د پاملرنې په محراق کې دى او وسله وال مخالفين به په شمال ختيځ زون کې د چاڼيزو عملياتو په تر سره کولو سره وځپل شي.

د کندوز ښار اوسېدونکي وايي چې وسله وال مخالفين د ښار په يو کيلومترۍ کې ځاى پر ځاى شوي او که چېرې يې د ځپلو لپاره چټک اقدام ونه شي، احتمال لري چې راتلونکى پسرلى يو ځل بيا کندوز ښار له غميزې سره مخ شي.

د دغه ښار اوسېدونکي محمدنعيم وويل چې پخوا هم دولت خلکو ته ډاډ ورکاوه چې نن سبا عمليات پيلېږي، خو په همدې کې کندوز ښار د طالبانو لاس ته ولوېد.

هغه زياته کړه: ((سره له دې چې اوس د چاڼيزو عملياتو لپاره هوا مناسبه ده او په کافي اندازه ځواکونه شته، خو دولت د طالبانو د ځپلو په برخه کې غلى دى او دا چوپتيا ورځ تر بلې د خلکو د لا زياتې  اندېښنې سبب ګرځي.))

د کندوز ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي وويل چې خلک د کندوز  ښار شاوخوا  د وسله والو مخالفينو له فعاليته اندېښمن دي او بايد دا اندېښنې يې پاى ته ورسول شي.

هغه زياته کړه چې د شپې له خوا په ګڼو برخو کې طالبان له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکېل وي او په ښار کې د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

ايوبي زياته کړه: ((دا چې د کندوز په جګړه کې طالبانو ته درنې او سپکې وسلې په لاس ورغلې، نو خلکو ته  د کندوز ښار د امنيت لپاره د طالبانو له ګواښه وېره زياته شوې ده.))

د کندوز ښار د سقوط د حقيقت موندونکي کمېسيون موندنې ښيي چې طالبانو شاوخوا زر ميله بېلابېلې وسلې، ٣٧ زرې او غير زرې موټر هم د روان کال تله مياشت کې پر دغه ښار د درې ورځنۍ واکمنۍ پر مهال له ځان سره وړي، خو د کورنيو چارو وزارت دا څرګندونې مبالغه بللې دي.

خو په شمال ختيځه حوزه کې د پامير ٢٠ فرقې قوماندان جنرال غلام محى الدين نوري وويل چې د کندوز ښار د لاسه وتلو پېښه به بيا تکرار نه شي. هغه د کندوز ښار د سقوط لامل د طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره د امنيتي ځواکونو نه چمتو والى ښودلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو دوو اوونيو کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو عمليات د هوايي ملاتړ په ملتيا د شپږو قوماندانانو په ګډون لسګونه طالبان په دشت ارچي ولسوالۍ کې وژلي او د طالبانو يو ټينګ زندان له ويجاړېدو وروسته د دولت واک ته ورغلى او بنديان يې خوشي کړي دي.

همدارنګه تېره ورځ په دشت ارچي کې  د طالبانو د ټولېدو په ځاى کې د ماين چاودنې له امله د هغوى مهم قوماندان قاري اسماعيل د يوه تاجکستاني وګړي په ګډون له ١١ کسانو سره ووژل شو.

بلخوا د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګلباغ نن يوې خبرې غونډې ته وويل چې وسله وال مخالفين د هرې ورځې په تېرېدو سره د شپنيو عملياتو په وسيله ځپل کېږي او په کندوز کې امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

هغه زياته کړه: ((نور به هېڅکله هم وسله وال مخالفين په کندوز کې خپلو موخو ته ونه رسېږي او په هر ځاى کې به د امنيتي ځواکونو لخوا وځپل شي.))

خو طالبانو د خپلو مهمو کسانو وژنه رد کړې او ويلي يې دي چې د کندوز په بېلابېلو ساحو کې فعال دي او د دولتي ځواکونو د عملياتو پر وړاندې مقاومت کوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه