ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ښاريان د دغه ښار له سقوط وروسته د حکومت له سل ورځنيو کړنو ناخوښ دي

د کندوز ښاريان د دغه ښار له سقوط وروسته د حکومت له سل ورځنيو کړنو ناخوښ دي

author avatar
6 Jan 2016 - 16:35
د کندوز ښاريان د دغه ښار له سقوط وروسته د حکومت له سل ورځنيو کړنو ناخوښ دي
author avatar
6 Jan 2016 - 16:35

کابل (پژواک، ١٦ مرغومی ٩٤): د طالبانو په لاس د کندوز ښار له سقوطه سل ورځې تېرې شوې دي؛ خو خلک نيوکه کوي چې حکومت تر دې دمه نه ده توانېدلى څو د کندوز ښار له څنډو طالبان لرې کړي.

کندوز ښار د تلې په شپږمه طالبانو ونيو خو د امنيتي ځواکونو د عملياتو ترسره کولو په ترڅ کې بريالي شول څو په دوو اونيو کې په تدريجي ډول هغوى له ښاره بهر کړي.

دا جګړه ملکي خلکو، امنيتي ځواکونو او طالبانو ته د سر په بيه تمامه شوه.

سيمه ييزي شمېرې ښيي چې د کندوز ښار په جګړو کې څه باندې ١٨٠ ملکي کسان وژل شوي دي او ٣٣٠ نور ټپيان شوي وو.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر "OHCHR" تازه موندنې ښيي چې په دې جګړو کې شاوخوا ٢٩٠ ملکي کسان وژل شوي دي او ٥٦٠ نور ټپيان شوي وو.

د سيمه ييزو شمېرو له مخې، په دې جګړه کې څه باندې ١٥٠٠ وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په يادو تلفاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو شمېرې په ګوته شوې نه دي؛ خو په شمال ختيځ کې د پامير ٢٠ فرقې قومانداني ادعا کوي چې د کندوز ښار له سقوطه وروسته، د طالبانو د وتلو څېرو په ګډون شاوخوا ١٣٤٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندوز جګړې دولتي او ټولګټو تاسيساتو ته خورا درانه زيانونه اړولي دي او ٢٠ کورنۍ چې د کسانو ټولټال شمېر يې سلو زرو ته رسېده، ګاونډيو ولايتونو او کابل ښار ته کډه کړل، تر اوسه پنځوس سلنه يې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي؛ خو پاتې نور يې د امنيت ټينګښت د بېرته ستنېدو شرط بولي.

د دې تر څنګ شاوخوا ١٢ دولتي ادارې په بشپړه توګه سوځېدلې دي او د ٦٣ نورو ادارو وسايل لوټ شوي دي او د اپارتمانونو، لوړپوړو ودانيو، سرايونو، سوداګريزو مارکېټونواو خصوصي بانکونو په ګډون د هستوګنې لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي او وسايل او توکي يې لوټل شوي دي.

د طالبانو په لاس د کندوز ښار له سقوطه وروسته، ولسمشر اشرف غني کندوز ته سفر وکړ او د شمال ختيځ زون " تخار، بغلان، کندوز او بدخشان" ولايتونو لپاره يې د پامير ٢٠ فرقه او سپين زر ٨٠٨ ساحوي زون منظور کړ.

نوموړي په خپل دويم سفر کې د ملي امنيت ټول منسوبين له دندو ګوښه کړل، د ملي پوليسو لسګونه بستونه يې نورو ولايتونو ته تبديل کړل، دری نوې ولسوالۍ يې منظور او له خلکو يې د طالبانو د ځپلو په موخه د چاڼيزو عملياتو ترسره کولو لپاره درې اوونۍ وخت واخيست.

خو خلک وايي چې لا هم طالبان د کندوز ښار په څنډو کې فعاليت کوي تر دې چې له دوو اونيو راهيسې د ماښام له پنځو بجو د سهار تر شپږو بجو د مخابراتي شبکو فعاليتونه بندوي چې د ښاريانو ستونزې يې نورې هم زياتې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.