ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
7 Jan 2016 - 13:38
کندوز کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
7 Jan 2016 - 13:38

کندوز (پژواک، ١٧مرغومى٩٤): د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې پنځه وسله وال مخالفين او د پوليسو يو سيمه ييزو قوماندان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نښته په الف بيردي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو مخالفينو له څو خواوو پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې د نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال مخالفين او د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالقيوم ووژل شول، د ملي اردو دوه سرتېري، يو سرحدي پوليس، يو د ولسي ځواکونو غړى او څلور وسله وال مخالفين ټپیان شول.

خو طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ويلي چې په دغه بريد کې چې پرون مازديګر ترسره شو، پنځه سرتېري وژل شوي او يو طالب ژوبل شوى دى.

د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې امنيتي وضعيت ښه دى او بايد ډېر ژر چاڼيز عمليات ترسره شي.

د محمد يعقوب په نوم ځايي اوسېدونکي وويل: ((طالبان شپه ورځ په سيمه کې تګ راتګ ګوي او د ولسوالۍ په ډېرو برخو کې يې نفوذ کړى.))

هغه زياته که کړه چې د راتلونکي پسرلي تر را رسېدو وړاندې بايد طالبان وځپل شي، کنه وضعيت به له دې هم خراب او د خلکو ستونزې به زياتې شي.

سيمه ييزو چارواکي ويلي چې د دشت ارچي او امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو په روزنيزو مرکزونو بدلې شوې او له همدې سيمو د شمال ولايتونو جګړې ته استول کېږي.

ياد امنيتي چارواکي ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به ځپل شوې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون پاکې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.