منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۰ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ټوليزو رسنيو د نوي رامنځته شوي کميسيون لومړۍ غونډه جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک ٢٣ مرغومى ٩٤): د ټوليزو رسنيو د بنسټ نوي کميسيون په خپله لومړۍ کاري ناسته کې ژمنه وکړه، چې د خبريالانو د امنيت او حقونو او د رسنيو له فعاليتونو څخه د څارنې په برخه کې به هر اړخيزې هلې ځلې کوي.

د ټوليزو رسنيو کميسيون مشر خپلواک ساپي د دغه کمسييون په غونډه کې چې د ياد کميسيون د نورو غړو په شتون کې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې تر سره شوه، د ياد کميسيون د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

هغه وويل، د دغه کميسيون ټول غړي د رسنيزو فعاليتونو مسلکي او متخصص کسان دي، چې د رسنيو مدافع بنسټونو له لوري د ازادو ټاکنو په ترڅ کې ټاکل شوي دي.

ساپي زياته کړه، د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې، د جواز ليک د ورکړې لپاره د رسنيزو موسسو او چاپي رسنيو د غوښتونکو د غوښتنو څېړنه، د برېښنايي رسنيو غوښتونکو د غوښتنليکونو څېړنه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د منظورۍ وړانديز (د مخابراتو وزارت له لوري د فرنکونسۍ له ټاکلو وروسته)، د ټوليزو رسنيو د فعاليت ارزونه، د خبريالانو او د رسنيو د نورو کارکوونکو له حقونو او امتيازونو له رعايت څارنه، د رسنيو د مالي سرچينو له روڼتيا څارنه، د ملي راډيو ټلويزيون پر مالي، اداري او خپرونو پر چارو څارنه، د ملي راډيو تلويزيون بوديجې تدقيق او د رسنيو عالي شورا ته د راپورونو وړاندې کول؛ د دغه کميسيون له دندو او مسووليتونو څخه شمېرل کېږي.

د ياد کميسيون مشر څرګنده کړه، د دغه کميسيون غړي به هڅه وکړي، څو رسنيو او خبريالانو لپاره مناسب کاري چاپېريال او د همکارۍ فضا رامنځته کړي.

خپلواک ساپي ورته مهال وويل، ياد کميسيون تصميم لري چې د رسنيو يو شمېر مسايل، لکه د رسنيو پر نومونو ناندرۍ او جنجالونه هم حل او فصل کړي.

حامد عبيدي، عالم کوهکن، جاوېده احمدي، علي ياور اکبري، ماري نبرد ايين، نادره رضايي او خپلواک ساپى د رسنيو د اووه کسيز کميسيون غړي دي. د هغو ټاکنو پر بنسټ چې د روان کال د تلې مياشتې په ١٨مه تر سره شول، په ترڅ کې يې خپلواک ساپى د مشر په توګه او جاوېده احمدي د دغه کميسيون د مرستيال په توګه وټاکل شول.

د ټوليزو رسنيو کميسيون د دغه قانون د ٤٢مې مادې او د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کميسيون له لوري، چې د فعاليت څرنګوالى يې په تېرو کلونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د خبريالانو او مدني فعالينو تر منځ په يوه عمده ناندرۍ بدل شوي و، د ٤٤مې مادې پر بنسټ يې دغه کميسيون رامنځته شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور