ميمنه (پژواک، ٢٨ مرغومی ٩٤): د فارياب د غورماچ ولسوالۍ په يوه کلي کې يوه کس د خپلې ښځې پزه غوڅه کړې، بخلوا د ښځې خپلوان وايي چې دغه کس بايد ونيول شي او سزا دې ورکړل شي.
٢٠ کلنه ريزه ګل چې يوه شپږ کلنه لور لري او شپږ کاله مخکې يې واده کړى، له دغه ډول تاوتريخوالي سره مخ شوې ده.
دا ځوانه مېرمن چې د فارياب په افغان – ترک روغتون کې بستره ده وايي چې خاوند يې يو کال وروسته تازه له ايران څخه راستون شوى او تل به يې دا په بېلابېلو پلمو وهله ، ټکوله او سپکاوى به يې ورته کاوه.
نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل: "پرون مې خاوند غوښتل چې ما په تومانچه ووژني، خو ډز ونه شو، چاړه يې را واخيسته او پزه يې را پرې کړه."
ريزه ګل زياته کړه چې د پزې ټوټه يې پر ځکمه پرېوته او وينه جاري شوه، چيغه يې کړه خپلوان يې را ورسېدل او هغه يې روغتون ته ولېږدوله.
د افغان –ترک روغتون رييسې ډاکټرې فوزيې سليمي وويل چې مېرمن ريزره ګل شوک ليدلی او دغه کار يې پر روح منفي اثر پر ايستى دى.
سرطبيب په داسې حال کې چې د ريزه ګل د پزې ټوټه يې په يو پلاستيک کې اېښې وه، د پژواک خبري اژانس خبريال ته يې ور وښوده، زياته يې کړه: "موږ د ريزه ګل پزه پانسمان کړه چې وينې ترې لاړې نه شي؛ خو په فارياب کې يې د رغېدو امکان شتون نه لري او غواړو چې هغه کابل ته ولېږدوو.
د ريزه ګل مور زرګل چې د خپلې لور څنګ ته په روغتون کې ناسته وه، وويل چې د خپلې لور د وهلو ټکولو پر لامل نه پوهېږي، د هغوى زوم د خپلې مېرمنې لاسونه تړل، په يوه خونه کې به يې اچوله، اوبه او خواړه به يې نه ورکول او هر راز ظلم يې پرې کاوه.
نوموړې زياته کړه: "کوم ظلم مې چې زوم کړى دى، کفر يې هم نه کوي؛ بايد ونيول شي او خپله سزا وويني."
د ريزه ګل د خور خاوند عبيدالله وويل چې د ريزه ګل خاوند ٢٥کلن خان محمد د دغه جنايت له ترسره کولو وروسته، خپله ږيره او بريتونه خرېيلي او تښتېدلى دى.
د فارياب د بشري حقونو کمېسيون ولايتي مشر سيد حفيظ الله فطرت وويل چې په فارياب کې دا ډول تاوتريخوالى مخينه نه لري چې د يوې مېرمن پزه پرې شوې وي.
نوموړي دا کړنه کلکه وغندله او غوښتنه يې وکړه چې د دې پېښې عامل ډېر ژر د قانون منګلو ته وسپارل شي او د معافيت فرهنګ له منځه ولاړ شي.
ياد کمېسيون په روان کال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې ٩٠ پېښې ثبت کړې دي چې د قتلونو او ځانوژنو ١١ پېښې هم په کې شاملې دي.
د يادونې ده، د تېر کال په لېندۍ مياشتې کې د هرات انجيل ولسوالۍ کې يو معتاد خاوند د خپلې ٢٢ کلنې مېرمنې ستارې پزه او شونډې په چاکو پرې کړې وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










