کندوز (پژواک، ٤ سلواغه ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي، په کندوز کې څه باندې ٣٠٠ ښوونځي د طالبانو تر واک لاندې دي، چې ورڅخه سرتېري جذبوي او د ښوونکو استخدام او ګوښه کول هم د دوى په خوښه کېږي.
خو طالبان د خپل واک په ساحو کې د سرتېرو په توګه د ښوونځيو د زده کوونکو ګومارل ردوي او وايي، د دوى په ليکو کې د زده کوونکو شتون منع دى او د هغوى شرعي او عرفي موانع ډېر سخت دي.
د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيولو پر مهال د پوهنې بهير ته زيان ورسېد. دا ښار د روان کال د تلې مياشتې په ٦مه طالبانو ونيو، خو د امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته د دوو اونيو په ترڅ کې بېرته په تدريجي ډول ونيول شو. د کندوز جګړې پر مهال د خلکو پر ګڼې مرګ ژوبلې او دولتي تاسيساتو ته پر زيانونو سربېره ١٥٠ ښوونځي هم وتړل شول.
د کندوز د پوهنې رياست وياند عبدالبصير وزيرى وايي، په دغو ښوونځيو کې زرګونه ښځينه او نارينه زده کوونکي درس وايي، چې د کندوز د جګړو پر مهال يې د ١٤ ورځو لپاره دروازې بندې وې، خو وروسته پرانيستل شوې او زده کوونکو په کې زده کړه پيل کړه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې ادارې د ښاري مديريت ټول مهم اسناد، ودانۍ او پنځه ښوونځي وسوځول شول.
د پوهنې رياست د وياند په خبره، د مولوي سراج الدين شهيد او حضرت علي لېسې د درنې وسلو د مرميو لګېدو له امله وسوځېدې او ټول محرم اسناد، مېز، څوکۍ او نور تاسيسات يې وسوځېدل.
د حضرت علي لېسې يوه زده کوونکي صبغت الله وويل، طالبانو د دغه ښوونځي ټولې برخې او ان ديني کتابونه هم وسوځول.
دغه زده کوونکي زياته کړه: ((په وروستيو دوو اوونيو کې چې جګړه وه، موږ ونه توانېدو چې ښوونځي ته لاړ شو، کله چې ښوونځي پرانېستل شول، بيا هم ټول زده کوونکي نه راتلل.))
هغه وويل چې ډېرى زده کوونکي ښوونځي ته له تګ زړه ماتي شوي، څو وضعيت په تدريجي ډول عادي شي. صبغت الله له دولت نه غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې امنيت خوندي کړي، څو زده کوونکي په ارامۍ سره درس ووايي.
د طالبانو تر واک لاندې سيمې او د سيمه ييزې ادارې اندېښنه:
سيمه ييز چارواکي وايي چې په کندوز کې له ټولو ٤٩٧ ښوونځيو څخه څه باندې ٣٠٠ يې د وسله والو طالبانو د واک ساحو کې موقعيت لري، کله چې زده کوونکي او ښوونکي په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر نه شي، د هغوى له خوا غير حاضر او که دوام وکړي، نو منفک کېږي.
د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وويل چې طالبان ان تر خپل واک لاندې ساحو کې د ښوونکو د ګومارنې او ګوښه کولو برخه کې رول لري.
هغه د طالبانو تر واک لاندې ساحو په اړه معلومات وړاندې نه کړ، خو ويل کېږي چې طالبان د کندوز ښار له يوه تر پنځه کيلومترۍ پورې او د امام صاحب، دشت ارچي، کلازال، خان اباد او چهادرې ولسواليو ځينو برخو کې پوځي خوځښتونه لري چې پر پوهنه يې هم سيورى غوړولى دى.
د کندوز ولايت سرپرست وويل: ((طالبان په دې ښوونځيو کې ښوونکو ته د نظام ضد روزنه ورکوي، له ښوونځيو سرتېري نيسي، د خلکو د اولادونو ذهنيت خرابوي؛ دا موضوع زموږ په مشرانو پورې اړه لري چې د مخنيوي لپاره يې څه تدابير نيسي.))
دانشي که څه هم د سرتېرو په توګه د دا ډول ګومارنې کومه بېلګه څرګنده نه کړه، خو زياته يې کړه چې طالبانو له ننګرهار پوهنتون سرتېري نيولي او دا موضوع خپله څرګندوي چې په کندوز کې هم دا ډول وضعيت دوام لري.
د چهاردرې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم له ښودلو پرته وويل چې طالبانو په باسوس ښوونځي کې يو وخت د وسلې د زده کړې لپاره ټاکلى او زده کوونکو ته د وسلو د زده کولو چل ښيي.
هغه زياته کړه:((حتى کوچني ماشومان هم کولى شي چې وسلې خلاصې او بسته کړي.))
سرچينې وويل چې طالبان، هغو زده کوونکو ته ډالۍ ورکوي چې د دوى د ستاينې په اړه يې ترانې ويلي وي، خپل فرمانونه په ډېره اسانۍ سره د خپل واک لاندې ساحو پر زده کوونکو او ښوونکو عملي کوي.
د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سيمې يوه اوسېدونکي عبدالقادر وويل، څه موده وړاندې يو ښوونکى چې په دنده کې يې غير حاضري کوله، د طالبانو له خوا منفک شو.
نوموړى چې درې ماشومان يې د دې سيمې يوه ښوونځي کې زده کړه کوي، وويل چې طالبان تل له زده کوونکو غواړي چې په وخت سره درس ته حاضر شي، که نه غير حاضر به شي.
اقتاش يوه پراخه ساحه ده چې ٨٠ کلي لري او په دې وروستيو کې د ارګ د يوه فرمان له مخې د اقتاش ولسوالۍ په نوم نومول شوې ده.
د کندوز ولايت سرپرست ګواښ وکړ، که د طالبانو له واک نه د دې ښوونځيو د وېستلو لپاره چاڼيز عمليات پيل نه کړي، نو د دې خطر شته چې زده کوونکي له طالبانو سره يو ځاى شي.
د دې ترڅنګ ځينې خلک وايي چې طالبانو تر خپل واک لاندې ساحو کې د پوهنې مديريتونو ته د (اسلامي امارت) ښوونيز نصاب وېشلى چې په کې د فرهنګ او ژوند مهارتونو مضمون له نصاب وېستل شوى دى.
خو طالبانو تر خپل واک لاندې ساحو کې د سرتېرو په توګه د ښوونځيو د زده کوونکو ګومارل رد کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک ته په استول شوي برېښناليک کې ويلي: ((موږ د ښوونځي د زده کوونکو پر تدريس ټينګار کوو، ځکه چې د هغوى د درس ويلو وخت دى، دا چې زده کوونکي په کم عمر کې دي، زموږ په ليکو کې يې شتون منع دى، شرعي او عرفي خنډونه يې ډېر سخت دي.))
هغه زياته کړه چې طالبان د ښوونکو په چارو کې هغه وخت لاسوهنه کوي چې پرله پسې غير حاضري ولري، د زده کوونکو تدريس ته پاملرنه ونه کړي. لومړى هڅول کېږي چې حاضري مرعات کړي، وروسته اخطار ورکول کېږي او که چېرته دوامداره غير حاضري ولري، نو منفک کېږي.
د مجاهد په خبره، هغه ښوونکي چې وړتيا نه لري او ان تر پنځم ټولګي پورې يې درس ويلي، په واسطه او پېژندنه پوهنې ادارې ننوتلي چې طالبانو ته د منلو وړ نه دي، ځکه چې د زده کوونکو له برخليک سره لوبې کوي.
د طالبانو وياند ويلي، په ښوونيز نصاب کې هغه وخت لاسوهنه کوي چې زده کوونکو ته غير شرعي مسايل تدريس شي، د بېلګې په ډول د فرهنګ په نامه يو کتاب چې موسيقي په کې ښودل کېږي، موسيقي افغاني دود ګڼي، په داسې حال کې چې د موسيقي ښوونه او ورته د نورو هڅول غير شرعي عمل دى.
د هغه په وينا، په هغو مضامينو کې چې زده کوونکي د بهرنيو ځواکونو د سياستونو سيستم ته هڅوي، قيدونه وضع کوي، ځکه چې د دوى له نظره شرعي او ملي ګټو سره برابر نه دي.
د پوهنې رياست دريځ:
خو د کندوز د پوهنې رياست سرپرست رستم جبارخېل، دغه څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي، چې د هېڅ ښوونځي دروازه د زده کوونکو پرمخ نه ده تړلې او درسونه په نورمال ډول دوام لري.
ده زياته کړه چې په کندوز ښار کې د وروستيو جګړو له امله، پنځو ښوونځيو زيان وليد او زده کوونکو يې نږدې ښوونځيو ته ولېږل شول او ويې کولى شول چې کلنۍ ازموينې واخلي.
دا ښوونځي په کندوز ښار کې د جمهوريت لېسې، د عشقري منځني ښوونځي او حميد اغا له لومړني ښوونځي او په دشت ارچي ولسوالۍ کې د نجونو مرکزي لېسې او نجونو مرکزي دارالحفاظ نه عبارت دي .
د کندوز د پوهنې رياست سرپرست د دې پخلى وکړ چې ځينې ښوونځي د طالبانو تر ولکې لاندې ساحو کې دي، خو سيمه ييز خلک او قومي مشران له طالبانو سره په اړيکه کې دي، پر دې ښوونځيو کنټرول لري، د ښوونکو تنخواوې، کتابونه، کتابچې او نور توکي ښوونځيو ته ور استول کېږي.
هغه وويل چې تر اوسه د طالبانو له خوا د ښوونيز نصاف د بدلون د څرنګوالي په اړه څه معلومات نه دي ور رسېدلي، تل د مرکز او ولسواليو د پوهنې له امرينو سره په اړيکه کې دى.
جبارخېل زياته کړه چې د ناامنۍ ستونزه نه يواځې چې په کندوز، بلکه په نورو ولايتونو کې هم شته او حکومت بايد د پوهنې د زده کوونکو لپاره لا غوره زمينه مساعده کړي.
زده کوونکي په ښوونځيو کې د ارامۍ انتظار کوي:
زده کوونکي وايي چې د وروستيو جګړو په ترڅ کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د چهاردرې ولسوالۍ د عبدالفتاح ښوونځي يوه زده کوونکي عبدالمالک وويل، سره له دې چې د ځينو ښوونځيو دروازې تړل شوې، خو دوى له کلنۍ ازموينې وړاندې او د ازموينو په ترڅ کې نورو ښوونځيو ته لاړل، څو له زده کړو او ښوونځي محروم نه شي.
نوموړى چې د اتم ټولګي زده کوونکى دى، وويل چې له درس او زده کړې سره سخته مينه لري، خو له څو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې ناامني موجوده ده او له همدې امله زده کوونکو هر کال په سختۍ خپلو درسونو دوام ورکوي.
دغه زده کوونکي له حکومته وغوښتل چې د ډاډمن امنيت په ټينګښت کې هڅه وکړي او پرېنږدي چې زده کوونکي په راتلونکي کال کې يو ځل بيا د ناامنيو او د ښوونځيو د تړلو شاهدان واوسي.
خو ځينې نور بيا وايي چې سږکال ښوونځي ته له تللو څخه محرومه شول.
د چهاردرې ولسوالۍ د دمشاخ ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکي سيد ياسين وويل، دا سيمه د طالبانو تر واک لاندې ده، ټولو کورنيو ته يې ويلي چې خپل ماشومان دې ښوونځيو ته نه استوي.
دغه تنکي ځوان زياته کړه، سره له دې چې زده کوونکي له ښوونځي سره ډېره لېوالتيا لري، خو د دې کلي څه باندې دوه سوه زده کوونکي د ښوونځي د تړل کېدو په سبب د زده کړې له درس نه محروم دي او د نسبي ارام انتظار کوي.
هغه زياته کړه چې ښوونځى يې د وروستيو جګړو له امله يو څه زيانمن شوى، حکومت بايد عمليات وکړي او دا سيمه د وسله والو مخالفينو له شتون پاکه کړي، د دې تر څنګ دې د دوى ښوونځى هم بياورغوي.
له فساد سره مبارزه:
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










