ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز خلک د وسله والو غلاوو له ډېرېدو اندېښمن دي

د کندوز خلک د وسله والو غلاوو له ډېرېدو اندېښمن دي

author avatar
27 Jan 2016 - 17:19
د کندوز خلک د وسله والو غلاوو له ډېرېدو اندېښمن دي
author avatar
27 Jan 2016 - 17:19

کندوز(پژواک، ٧ سلواغه ٩٤): سره له دې چې په کندوز کې د جنايي جرمونو په شک ١٦٠ کسان نيول شوي، خو ددې ولايت اوسېدونکي د وسله والو غلاوو له ډېرېدو اندېښمن دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال نجيب الله سرتېر وايي چې دا کسان د روان کال په ترڅ کې د بېلابېلو جرمونو لکه وژنو، تښتونو، وسله والو غلاوو، د نشه يي توکو قاچاق او نورو جرمونو په سبب د پوليسو لخوا نيول شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په کندوز کې د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې چې لامل يې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو نږدې همکاري ده.

سرتېر زياته کړه:((سره له دې چې سږ کال د تېر کال په پرتله د مجرمانو د نيولو کچه ټيټه ده، خو زموږ څېړنې څرګندوي چې د جرمونو ګراف له پوليسو سره د خلکو د همکارۍ او د خلکو له حقونو څخه د پوليسو د پوهاوي کچې لوړېدو په سبب ټيټ شوى دى.))

سرتېر زياته کړه چې په وروستيو دوو مياشتو کې يې ١٧ کسان نيولي چې له امله يې څه باندې ٤٠ کسان د بېلابېلو جرمونو په شک د کندوز ښار د پنځه ګونو حوزو لخوا نيول شوي او قانون ته سپارل شوي دي.

خو د کندوز ښار ځينې اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې وروستيو کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي.

دوى وايي چې د طالبانو لخوا د کندوز ښار له نيولو وروسته د کندوز ښار شاوخوا سيمو کې د کوڅه ډبو کسانو او وسله والو غلو لپاره د فعاليت زمينه مساعده شوې ده.

د کندوز ښار اوسېدونکي خالد وويل چې تېره اوونۍ وسله وال غله د شپې لخوا کور ته ور ولوېدل، دا چې دى له خپلې کورنۍ سره چېرته مېلمه وو، ټول مالونه يې چې څه باندې ٤٠٠ زره افغانۍ کېدل، غلا کړل.

هغه وويل:(( له يوې خوا د طالب وېره، له بلې خوا د غلو او تښتوونکو وېره ده، خلک خوندي نه دي، د کور د غلا پرمهال يوه پوليس هم رانه ونه پوښتل چې وه وروره له کوره دې چا غلا کړې؟))

دې اوسېدونکي زياته کړه چې په وروستيو ورځو کې وسله والو غلو د اوو کورونو مالونه غلا کړل او امنيتي چارواکو په دې اړه ناغيړي کړې ده.

د کندوز ښار يوه بل اوسېدونکي فيروز احمد وويل چې درې ورځې وړاندې وسله وال غله د ماښام لمانځه د اداکولو پرمهال دده هټۍ ته ور ننوتل او د هغه مالونه او پيسې يې ولوټلې.

هغه زياته کړه:(( موږ د ننه په هټۍ کې وو، درې کسان راغلل، دوه کسان يې له هټۍ بهر ودرېدل، يو يې راننوت، زما خوله يې وتړله، په دخل کې مې ٢٥ زره نغدې افغانۍ درلودې، له نورو ګران بيه مالونو او مبايل سره يې واخيستې او وتښتېدل.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.