منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پر چهاردرې د بمبار د قربانيانو د کورنيو غړي له پامه غورځول شوي

· ۱۲ دقیقې لوستل · ۲۰۲ کتنې

# د جګړې قربانيانو غږ

کندوز (پژواک،١٠ سلواغه ٩٤): "دوه اولادونه مې درلودل چې يو يې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد که ووژل شو او دويم يې فلج شوى دى، د يو زوى په وژل کېدو او د بل زوى په فلج کېدو سره مې ملا ماته شوې ده."

دا د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالکريم خبرې دي، چې اوس يې هم د زوى د له لاسه ورکولو داغ په زړه کې نقش لري او کله چې يې د قبر سر ته ورځي، ژړا او فرياد کوي؛ خو زوى يې بېرته نه راځي.

ايساف ځواکونو د ١٣٨٨ کال د وږي په ١٣مه د چهاردرې ولسوالۍ عمرخېل سيمه په دې نوم چې طالبان راغونډ شوي، تر هوايي بريد لاندې راوسته چې په ترڅ کې شاوخوا سلو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپيان شول.

بمبار هغه مهال وشو چې د دولت وسله والو مخالفينو د ايساف د تېلو دوه ټانکرونه د عمرخېلو کلي ته ولېږدول او د کلي اوسېدونکي له ټانکرونو څخه د تېلو په تخليه کولو بوخت وو.

په دې هوايي بريد کې د ځينو کسانو بدنونه وسوځېدل او اثرات يې دومره ژور وو، چې يو شمېر کسانو د تللو توان له لاسه ورکړى وو.

د بريد اغېز د زيانمنو د ژوند پر وضعيت:

عبدالکريم وايي، ٢٣ کلن زوى يې چې د اتم ټولګي زده کوونکى و، په دې پېښه کې ووژل شو او بل زوى يې چې ١٧ کلن دى، له ملا څخه ډېر ژوبل شوى دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل ، دا چې د زوى د درملنې لپاره يې د کوردننه او پاکستان روغتونونو کې ډېرى پيسې لګولې دي؛ خو اوس هم فلج دى.

عبدالکريم چې د عيسى خېل کلي اوسېدونکى او کروندګر دى، زياته يې کړه چې همدا دوه زامن يې درلودل او اوس يې د يوه زوى په وژل کېدو او د بل په فلج کېدو سره، په ملا کړوپ شوى دى.

دې ځورېدلي پلار چې سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې او لاسوهنه يې لړزېدل، وويل: "زما زامنو څه ګناه درلوده، چې په بمبار کې يو يې ووژل شو او بل يې ټپي شو؟ دا خو د تېلو تر لاسه کولو لپاره هم نه و تللي او د خپلې خور کور ته د قرآن عظيم الشان ختم مراسمو کې د ګډون لپاره تلل، چې په لاره کې پرې بمبار وشو."

نوموړي په دې اړه چې اوس يې د ټپي زوى روغتيايي وضعيت څرنګه دى؟ وويل چې بمبار کې يې د زوى کولمې راوتلې وې او ملا يې سوځېدلې وه، دوه ځله مخکې او يو ځل يې په روانه مياشت کې پاکستان ته وړى دى او دا چې دا ځل يې درملنې څه زيات وخت ته اړتيا لرله، هغه يې له خپلوانو سره پرېښود او خپله د بزګري چارو پر مخ وړلو لپاره کندوز ته راستون شوى دى.

٦٠ کلن عبدالکريم چې پنځه جريبه کرنيزه ځمکه لري، وويل چې په دې هوايي بريد کې د نوموړي د دوو تراکتورونو په ګډون، يو شمېر نقليه واسطې هم له منځه تللې دي.

نوموړي زياته کړه، وړاندې له دې چې دواړه زامن يې د زوم کور ته د قرآن عظيم الشان ختم مراسمو کې حاضر شي، بمبار وشو چې په دې پېښه کې د هغه زوم چې د خپلو اوښي ګانو هرکلي ته راوتلى وو، هم ووژل شو.

دې عمر خوړلي سړي زياته کړه، د دې ترڅنګ چې له دې ناورين څخه شپږ کاله تېرېږي؛ لومړيو کې زما په ګډون د قربانيانو هرې کورنۍ ته پنځه زره ډالر د غرامت په ډول ورکړل شول، نوره مرسته ورسره نه ده شوې.

عبدالکريم وويل: "اوس يواځې يو ١٠ کلن زوى، څلور لوڼې او مېرمن لرم، زوى مې چې شهيد شو او بل زوى مې چې له پښو پاتې دى، د کروندې په کار کې يې ما سره مرسته کوله او زما پياوړې مټې وې؛ اوس چې زوړ شوى يم، په سختۍ سره د خپلو اولادونو ژوند د بزګرۍ له لارې پر مخ وړم."

عبدالکريم وويل: "سربېره له دې چې خپل نازولي مې له لاسه ورکړي دي، هېر شوى يم، ناټو او افغان حکومت مې بايد هېر نه کړي او له موږ سره مرسته وکړي؛ ځکه له کروندې څخه هم څه نه ترلاسه کېږي."

د چهاردرې ولسوالۍ د احمد خېلو کلي اوسېدونکي او د قربانيانو د کورنيو يو غړي اسماعيل وويل، د هغوى له کلي څخه ٩ کسان وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

هغه وويل چې د اسحاق په نوم ٢٧ کلن ورور يې هم په دې پېښه کې ژوبل شوى و، چې په ملا او پښه باندې ټپي شوى و، هغه يې دوه ځله پاکستان ته د درملنې لپاره يووړ، خو لا هم نه شي کولى په اسانۍ په لار لاړ شي او د کورنۍ پر غاړه بار دى.

ده زياته کړه، د ورور ستونزه يې د ملا په برخه کې تر يو بريده هواره شوې ده؛ خو دا چې پښه يې د تل لپاره درملنې او زياتو پيسو ته اړتيا لري، د دومره پيسو د برابرولو توان نه لري، نوځکه اوسمهال په کور کې پروت دى.

اسماعيل چې بزګر دى، زياته يې کړه چې په دې لټه کې و، څو خپل ورور ته واده وکړي او د خپلې مور هيلې پوره کړي؛ خو د نوموړي د ناروغۍ له امله، په دې کار کې پاتې راغلي او په دې تمه دي، چې يوه ورځ يې ورور په خپلو پښو ودرېږي او خپلې ستونزې راتلونکي کې په يواځې سر هوارې کړي.

د نوموړي په وينا، ورور يې هغه مهال ټپي شو، چې کله له خپلو ملګرو سره د دوديزو لوبو له تر سره کولو څخه وروسته، چې ماښام تر سره کېږي، خپل کور ته را روان و.

دې اوسېدونکي وويل، څو کاله وړاندې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون په دفتر کې د قربانيانو هرې کورنۍ ته پنځه ډالر ورکول کېدل چې ورپسې يوه بورۍ بوره، دوه کمپلې، غوړي او يوه اندازه نور توکي د دولت له لوري د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وشوه؛ خو وروسته له هغه هېڅ راز مرسته ورسره نه ده شوې.

اسماعيل زياته کړه چې په دې بمبار کې د عيسى خېلو، احمدخېلو، ارباب ګل محمد، امان الله، عيسى خان او يعقوب باى کليو اوسېدونکي زيانمن شول.

هغه وويل: "اوس هم د قربانيانو د کورنيو غړي د خپلو نازولو د قبرونو سر ته ځي او ژړا او فرياد کوي، هغه خونړۍ او له وحشت څخه ډکه ورځ په يادوي."

په دې برخه کې د زيانمنو شويو د استازي رول:

د چهاردرې پېښې د زيانمنو شوو کسانو استازي جمال الدين وويل، د چهاردرې بمبار کې نه يواځې هغه کسان چې د تېلو په تشولو کې بوخت وو، تر بريد لاندې راغلل، بلکې د پېښې ځاى ته څېرمه څو کورونه هم ويجاړ شول، د ماشومانو او شپنو په ګډون د ځينو کورنيو غړو هم ژوند له لاسه ورکړ او ټپيان شول.

هغه زياته کړه، وروسته له هغه چې د چهاردرې پېښې په تړاو هوايي بريد کې ښکېل يو جنرال له خپلې دندې واېستل شو، يو کال يې ١١زره ډالره او دويم کال يې همدومره پيسې له خپل معاش څخه د قربانيانو د کورنيو غړو ته راولېږلې، له يادو پيسو څخه د اړتيا وړ خوراکي توکي او هرې کورنۍ باندې ١٨٠٠ افغانۍ نغدې پيسې ووېشل شوې.

سرچينې زياته کړه، د المان حکومت په لومړي سر کې له يادو کورنيو سره ژمنه کړې وه، چې هرې کورنۍ ته سل زره امريکايي ډالره تاوان ورکوي؛ خو د يادې ژمنې هېڅ څرک هم نه ترسترګو کېږي.

هغه په ډاګه کړه چې د قربانيانو کورنۍ غوښتنه کوي، څو بې سرپرسته کورنيو ته د تل لپاره پاملرنه وشي او له بل پلوه د دوى د ماشومانو پالنې او روزنې ته هم پاملرنه وشي، څو راتلونکي کې بې سرپرسته او د ټولنې په اوږو بار نه شي.

د چهاردرې پېښې د زيانمنو شوو استازي وويل، المان کې د زيانمنو شوو کورنيو مدافع وکيل کريم پوپل زيانمنو شوو کورنيو ته د رسېدو لپاره څو کاله هڅې وکړي؛ خو له يو کال راهيسې د هغه درک نه شته.

پوپل چې دا صورت دعوا يې د المان حکومت په وړاندې پرمخ وړه، په ١٣٩٠ کال کې يې ويلي و چې موکلينو يې ٤ ميليونه او ٤٠٠زره امريکايي ډالره د جګړه ييز تاوان په توګه له المان دولت څخه غوښتنه کړې وه.

د هغه په وينا، د دې بمبار له کبله ډېرو يتيمانو او کونډو د خپلې کورنۍ مشران له لاسه ورکړي دي او نږدې ټول ژغورل شوي کسان ناسم رواني وضعيت لري او تر اوسه يې درملنه هم نه ده شوې.

پوپل چې د ٧٩ زيانمنوشوو کورنيو له ٤٢٦ غړو څخه استازيتوب کوي، دوه کاله وړاندې يې د هرې قرباني شوي کورنۍ لپاره په ياده محکمه کې د ٣٣زرو ډالرو تاوان غوښتنه کړې وه.

په ورته وخت کې رسنيو راپورونه ورکړي، چې يوشمېر الماني او افغاني مدافع وکيلان چې ځانونه د قربانيانو د کورنيو وکيلان بولي، د المان د محکمې تازه حکم يې هم رد کړى او ګواښ يې کړى، که د المان عالي محکمه د قربانيانو د کورنيو په ګټه حکم صادر نه کړي، ښايي دوسيه د اروپا او نورو نړيوالو محاکمو ته وړاندې کړي.

يادو مدافع وکيلانو شکايت کاوه، چې د المان محکمې د کندوز بمبار په اړه حکم کړى دى، په داسې حال کې چې قضيې ته د لاسرسې په موخه غونډه کې يې د شاهدانو او قربانيانو کورنيو د شتون لپاره موکه نه وه برابره کړې.

همداراز د المان محکمې قاضيانو چې د کندوز بمبار په قضيه باندې کار کوي، هغه بريد يې د الماني ځواکونو له لوري تېروتنه بللې ده او ويلي يې دي، چې له دې امله اړتيا نه شته، څو د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړل شي.

د المان بن ښار کې يوې محکمې هم ويلي و، چې د المان دولت له لوري د جګړه ييز تاوان په اړه د عدالت غوښتنې لس موارد، دې محکمې ته رارسېدلي دي.

د سيمه ييزې ادارې ليدلورى:

خو د کندوز سرپرست والي حمد الله دانشي وويل، د کريم پوپل د معلوماتو له مخې، د قربانيانو له کورنيو سره په اړيکه کې دى او په خپل وخت هغوى له خپلو کړنو څخه خبروي.

نوموړي زياته کړه، چې له يادو کورنيو سره يو ځل ايساف او دويم ځل افغان حکومت د خوراکي توکو او جامو مرستې کړې دي، چې هېڅکله د پېښې زيان ته په کتو سره بسنه نه کوي او زيانمنې شوې کورنۍ اړتيا لري، څو راتلونکي کې له هغوى سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وشي.

دانشي وايي، لږ تر لږه بايد د پېښې ټپيان چې ځيني يې له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي، د درملني لپاره او يو شمېر نورې کورنۍ چې سرپرست نه لري، له هېواد څخه بهر لېږدول شوې واى.

د چهاردرې ولسوال زلمي فاروقي وويل، که څه هم هغه مهال يې رسمي ماموريت نه درلود؛ خو د يوه هېوادوال په توګه له دې پېښې څخه خبر شو، چې ياده پېښه کې د چهاردرې اوسېدونکي له سخت ګوزار سره مخامخ شوي وو.

ده زياته کړه، ډېر شمېر هغه کورنۍ چې د بمبار له امله يې د کور سرپرستان له لاسه ورکړي دي، له يوې نړۍ ستونزو په ځانګړې توګه له بې وزلۍ او تنګسيا سره مخامخ دي.

ولسوال وايي، د دې پېښې ډېر قربانيان کروندګر او مالداران وو، چې د ځينو کورنيو غړي کله کله له ډېرې بېوزلۍ او تش لاسۍ څخه ولسوالۍ ته مراجعه کوي چې بايد مرسته ورسره وشي؛ خو دا چې امکانات نه لري، ناچاره دي چې په تشو لاسونو يې بېرته رخصت کړي.

خو هغه يادونه وکړه، چې دولت او نړيواله ټولنه بايد له دې کړېدلو کورنيو سره د تل لپاره مرسته وکړي.

د ولايتي شورا دريځ:

د کندوز د ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي وويل، دا چې له دې پېښې څخه څو کاله کېږي؛ خو د وخت په تېرېدو له پامه غورځول کېږي.

هغه زياته کړه، کله يې چې دولت کې رسمي دنده نه درلوده؛ خو معلومات لري چې په دې پېښه کې زيات ملکي کسان زيانمن شوي دي او سخت ملاتړ او مرستې ته اړتيا لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه