منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په سمنګان کې له ښځو سره تاوتريخوالى ډېر شوی

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

ايبک (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): په روان کال کې د سمنګان د ښځو چارو په رياست کې د ښځو  پر وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا دوه سوه قضيې ثبت شوې او مياشتينۍ منځنۍ کچه يې د تېر کال په پرتله دوه  چند شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په خبره، ځينې ښځې چې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي، د خپلو حقونو په اړه د معلوماتو د نشتوالي په سبب رسمي مراجعو ته شکايت نه کوي.

د تاوتريخوالي ثبت شوي موارد

د سمنګانو د ښځو چارو مشرې خديجې حسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان ١٣٩٤ لمريز کال په لومړيو لسو مياشتو کې په ټوليز ډول په دغه ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٩٩ قضيې ثبت شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېره مياشت کې د وهلو ٧٧ ، د کورني تاوتريخوالي ٣٣، د نفقې د نه ورکړې ١٤، د ميراث حق د نه ورکولو ١٠، د وژنې درې او د جنسي تېري يوه قضيه، هغه موارد دي چې د دغه ولايت د ښځو چارو په رياست کې ثبت شوي دي.

د هغه په خبره، ثبت شوې قضيې څرګندوي چې له ښځو سره د تاوتريخوالي ډولونه  د  کوژدو د ماتېدو ١٦ مواردو، له کوره د نجونو او ښځو د تېښتې د ١٣ مواردو، د طلاق غوښتنې د ١٢ مواردو او (د ښځو لپاره دفتر) ته د نجونو او ښځو د تسليمولو د ١٩مواردو سبب شوي دي.

د افغان ښځو لپاره د ښځو دفتر، په حقوقي او نورو چارو کې د ښځو د ملاتړ په موخه جوړ شوى او هغه ښځې چې تاوتريخوالى ورسره شوى او ژوند يې له ګواښ سره مخ کېږي، په همدغه دفتر کې ساتل کېږي.

 

د ښځو چارو مشرې د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د يادو ١٩٩ قضيو اويا سلنه د سالمې مشورې، حج او اوقافو رياست، څارنوالۍ او له ولايتي شورا سره په خبرو حل شوې او پاتې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شوې دي.

 

د سمنګان امنيه قوماندانۍ وياند محمد منير رحيمي هم وويل چې د تېر کال په لومړيو دريو ربعو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي لس موارد په قوماندانۍ کې ثبت شوي او پوليسو يې په تړاو ١٢ کسان نيولي دي.

د هغه په خبره، په دې قضيو کې د وهلو اته، د زنا د هڅې يوه او د غلا يوه قضيه شاملې دي.

نوموړي زياته کړه چې پوليسو د دې قضيو دوسيې د ښې څېړنې لپاره د ولايت استيناف څارنوالۍ ته استولې دي.

خو د سمنګان څارنوالۍ يو سرچينې د نوم نه ښودو په شرط  وويل چې په روان کال کې د دغه ولايت په څارنوالۍ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ٢١ قضيې ثبت شوې او په تور يې ٢٢ کسان نيول شوي دي.

 

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ٢١ قضيو کې د وهلو ١٢، د جنسي تېري دوه، د زنا د هڅې دوه، د وژنې يوه، د وژنې د هڅې يوه، د جنسي تېري د اقدام يوه، د ځان وژنې يوه او ځورونې يوه قضيه شامله ده.

هغه وويل چې دا دوسيې محکمې ته استول شوې، خو د استيناب محکمې په دې اړه د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.

چارواکي وايي چې په ځينو مواردو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي  موارد په ټولو اړوندو ادارو کې ثبت کېږي، خو ځيني يې بيا په يوه ارګان کې ثبت شوي وي.

 

په روان کال کې په سمنګان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي شاوخوا دوه سوه موارد په داسې حال کې ثبت شوي چې د سمنګانو د ښځو چارو مشرې په خبره، تېر کال له ښځو سره د تاوتريخوالي ټول ټال  ١٢٢ موارد له دغه رياست سره ثبت شوي وو.

 

د ښځو چارو مشرې وويل چې د تېر کال په ثبت شوو مواردو کې دوه د وژنې، ٣٠ د وهلو، پنځه د ميراث حق نه ورکولو او نور موارد ثبت شوي دي.

 

د تاوتريخوالي ناثبت شوي موارد

د ښځو چارو مشرې خديجې حسني وويل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شمېرې د خپلو حقونو څخه د با خبره  ښځو د عريضو پر بنسټ ثبت کېږي.

د هغې په خبره، امکان لري چې يواځې په روان کال کې په دغه ولايت کې د تاوتريخوالي سلګونه موارد شته وي چې په اړه يې شکايت نه دى ثبت شوى.

په ورته وخت کې په سمنګانو کې (د افغانستان د ښځو لپاره د ښځو دفتر) ادارې مشره حليمه خالقي پر دې باور ده چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه نه ده لوړه شوې او د تاوتريخوالي د ثبت شوو شمېرو لوړ والى ددې څرګندونه کوي چې د خپلو حقونو په اړه د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د سمنګانو په ټولنه کې زرګونه ښځې شته چې له خپلو حقونو خبرې نه دي او کله چې له تاوتريخوالي سره مخ شي، بيا اړوند ارګانونو ته مراجعه کوي.))

خالقي وويل چې د ښځو لپاره د ښځو دفتر له ښځو نه د ملاتړ، عدلي او قضايي ارګانونو ته د هغوى د لاسرسي او عدالت د تامين په موخه شاوخوا دوه کاله وړاندې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه چې دغه دفتر د تاوتريخوالي له اړخه ځورېدلو ښځو لپاره د حقوقي سلاکارانو لپاره سالمې مشورې وړاندې کوي او او د عدالت لپاره ورته مدافع وکيلان ګوماري.

هغې وويل چې د دغه دفتر له لارې تر اوسه په سمنګانو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٥٠ قضيې څېړل شوې او اوسمهال په دغه دفتر کې اووه زيانمنې ښځې ژوند کوي او قضيې يې تر څېړنه لاندې دي.

ويل کېږي چې يوه ١٨ کلنه نجلۍ چې د خپل پلار له خوا څو ځله پرې جنسي تېرى شوى او يو نامشروع زوى هم لري، له ښځو د ملاتړ په دغه مرکز کې اوسېږي.

پژواک ته په دغه مرکز کې د تاوتريخوالي ځپلو مېرمنو سره د خبرو اجازه ورنه کړل شوه، خو د سمنګانو څارنوالۍ يوې سرچينې وويل چې د يادې نجلۍ ناسکه پلار نيول شوى، لومړنۍ محکمې په ١٦ کاله بند او څلور سوه زره  افغانۍ جريمه محکوم کړى دى.

خو سرچينې زياته کړه چې څارنوالۍ د لومړنۍ محکمې پر دغه تصميم قناعت نه دى کړى او اوس دا دوسيه د استيناف محکمې له خوا څېړل کېږي.

دې نجلۍ د روان کال په وږي مياشت کې په سمنګان امنيه قوماندانۍ کې شکايت ثبت کړى و چې پلار يې پرې تېرى کړى. هغې پژواک ته ويلي وو چې ناسکه پلار يې زورور شخص دى.

دې او مور يې له اړوندو مراجعو غوښتنه کړې وه چې دا شخص مجازات کړي.

دوى ويلي وو چې که چېرې دا شخص اعدام نه شي، دواړه به ځان وژنه وکړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه

د سمنګانو د ښځو چارو مشرې جګړه، بېوزلي، بې سوادي، د نر واکۍ کلتور، د ښځو او نارينه وو تر منځ د رواني ستونزو ډېرېدل او ناوړه دودونه په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عمده لاملونه وبلل.

هغې له نارينه وو غوښتنه وکړه چې د ښځو حقونو ته درناوۍ وکړي: ((د اسلام مبارک دي د ښځو حقونو ته درناوى، خپل اصل ګڼي، هغه کسانو ته چې ښځو يانې د ټولنې مورګانو ته درناوى کوي، لويه بدله يې ورته په پام کې نيولې ده.))

په سمنګانو کې د ښځو د حقونو يوې فعالې ضياءګل نصري په هېواد کې د جګړو پراختيا، د قانون نه پلي کول او بېوزلي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه وبلل او ويې ويل: ((کله چې يو نارينه وسله واخلي، له ځانه غرور پيدا کوي، د دې لپاره چې کورنۍ او خپل چاپېريال تر اغېز لاندې راولي، نو تاوتريخوالى کوي.))

د هغې په خبره، بېوزلي او اقتصادي ستونزې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لاملونه دي.

د ښځو پر وړاندې د وتاوتريخوالي پېښې په نورو ولايتونو کې رامنځته شوې دي.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٥ زېږديز کال کې د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې ٣٦٠٠ قضيې  په دغه وزارت کې ثبت شوې چې ډېرې يې د هېواد په سوېلي او شمالي ولايتونو کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې