منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غازي امان الله خان مزار په اساسي ډول جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د هېواد د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان الله خان مزار به په اساسي جوړ شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څه موده مخکې ولسمشر اشرف غني جلال اباد ښار ته د سفر پر مهال له ياد مزار څخه ليدنه وکړه او امر يې کړى و چې دا دې په اساسي ډول ورغول شي.

هغه زياته کړه، د دغه مزار د جوړېدو په موخه د ښار جوړونې وزارت مرستيال امرالدين سالک په مشرۍ يو پلاوي نن جلال اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له والي سليم خان کندوزي سره ليدنه وکړه.

سرچينه وايي، د ښار جوړونې وزارت مرستيال له والي سره د ليدنې پر مهال وويل چې د ولسمشر په لارښوونه يې ننګرهار ولايت ته د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون سفر کړی او موخه يې د غازي امان الله خان مزار د جوړېدو لپاره تخنيکي سروې ترسره کول دي.

هغه زياته کړه، د دې سروې وروسته به د دغه مزار لپاره بوديجه هم ځانګړې شي او د دوی تخنيکې ډلې له لوري به د مزار ځانګړي ډيزاينونه هم جوړ شي چې تر منظورۍ وروسته به يې عملي چارې هم پيل کړي .

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د دې ليدنې پر مهال ويلي، په اساسي ډول د هېواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله د مزار د جوړېدو په موخه يې ولسمشر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او همدا راز د کابينې په غونډه کې يې هم وړانديزونه کړي دي.

نوموړي خوښي څرګنده کړه چې پر وړانديز يې د ولسمشر په لارښوونه يو با صلاحيته پلاوي دغه ولايت ته سفر وکړ.

د ننګرهار والي د غازي امان الله خان د مقبرې د جوړېدو په موخه خپله طرحه هم له ياد پلاوي سره شريکه کړه او ويې ويل چې په جلال اباد ښار کې د سراج العمارت او امير شهيد دوه تاريخي بڼونه په تاريخي لحاظ ځانګړي ارزښت لري.

د ښار جوړونې وزارت د مرستيال په مشرۍ ياد پلاوی د غازي امان الله خان له مقبرې څخه د ليدنې پر مهال خپله رسمي سروې پيل کړه او له بشپړېدو وروسته به يې د عملي چارو د پيلېدو په موخه خپل راپور له مرکزي ادارې سره شريک کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور