کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤) : پښتو ژبه د انټرنېټ د مشهورې شبکې ګوګل د ژباړې په سيستم کې ور داخله شوه.
ګوګل چې په نړۍ کې يو له مشهورو پلټونکي ماشين يا سرچ انجن څخه ګڼل کېږي، له څو کلونو راهيسې يې د ژباړې برخه هم فعاله کړې وه چې په کې د نړۍ لسګونه ژبې يو بل ته ژباړل کېږي.
په دې ژبو کې انګليسي، عربي، اردو، فارسي ، هندي، چينايي، فرانسوي، هسپانوي، د نړۍ لسګونه نورې ژبې وې، خو پښتو ژبه په کې نه وه.
يو شمېر پښتنو ليکوالانو په رضاکارانه توګه د دې لپاره هڅه وکړه او سلګونه زره کسانو د انټرنېټ له لارې د ګوګل شبکې له مسوولينو غوښتي وو چې پښتو ژبه هم په ژباړه کې ور داخله کړي چې په پايله کې يې ګوګل دغه کار وکړ او له تېرې شپې پښتو هم ور داخله شوې ده.
د دغه سيستم له مخې، د ګوګل ژباړې کارکوونکي کولى شي چې نورې ژبې پښتو ته او يا هم پښتو نورو ژبو ته واړوي.
د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د ګوګل ژباړې ته د پښتو ژبې پر زياتېدو خوښي څرګنده کړه او ټولو هېوادوالو او د ډيورنډ پولې په دواړو غاړو کې مېشتو پښتنو ته يې مبارکي ورکړې ده.
هغه زياته کړې، د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونه به له علومو اکاډمۍ سره په ګډه کار وکړي چې د ګوګل په ژباړه کې پښتو ژباړه معياري شي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند هارون حکيمي له پژواک اژانس سره په خبرو کې دا يو ښه او مثبت اقدام وباله او زياته يې کړه چې په دې کار سره هغه اندېښنې لرې شوې چې د پښتو ژبې د ځينو برخو د ورکېدو وېره وه.
هغه زياته کړه، اوس په کار ده چې د پښتو ژبې ويونکي ځان د زمانې له غوښتنو سره سم او د نړۍ معلوماتي ټکنالوجې ته د لاسرسي او ترې د ګټې اخيستو لپاره برابر کړي.
حکيمي وويل چې له دغه کار سره به د نورو ژبو ويونکي پښتو ژبې او د پښتو ژبې ويونکي نورو ژبو ته په اسانه توګه لاسرسى ولري.
د نوموړي په وينا، دغه کار د ځينو رضاکارانو له خوا شوى، چې دى ترې د وزارت په استازيتوب مننه کوي او زياتوي چې دا پروسه لا نه ده بشپړه او نور کار ته اړتيا لري.
ده زياته کړه، وزارت يې هڅه کوي څو په دې برخه کې رسمي کارکوونکي وګوماري، څو پښتو ژبه په ښه بڼه په ګوګل ژباړه کې ځاى پر ځا شي.
د پښتو ژبې ليکوال، څېړونکى او د پښتو د لغاتو راټولوونکى بهيج عثماني وايي چې ګوګل د پرليکه ژباړې سيستم ته د پښتو ژبه زياتېدل يوه لويه پرمختيا ده خو زياتوي چې ژباړه يې لا هم نيمګړې ده چې اوږودمهال او پرله پسې کار غواړي.
هغه په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي ، دا د افغانستان د فرهنګ، مخابراتو، پوهنې او لوړو زدکړو د وزارتونو مسووليت دی چې لومړی له ګوګل سره مخامخ ناستې ولري او د افغانستان شرايطو ته په پام هغوی ته قناعت ورکړي چې د وړيا کار پر ځای د ياد ژباړن سيستم د بډاينې لپاره بوديجه ځانګړې کړي.
عثماني وايي، که ګوګل ونه منله دوی بايد يوه بامسووليته او کارپوه ډله وګوماري چې په منظمه توګه، پرله پسې هره ورځ دا پانګه بډايه کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ګوګل پرليکه ژباړن سيستم دمګړۍ په ۱۰۳ ژبو ژباړه کوي.
دغه ډول اسانتياوې د مايکروسافټ بينګ هم لري. په دغه سيستم کې د پښتو ژبې زياتېدل په رښتيا د ډېرې خوښۍ خبره ده.
په ټولنيزو شبکو کې ګڼ شمېر کسانو د ګوګل د دغه اقدام ستاينه او په دې برخه کې يې د نور کار غوښتنه کړې ده.
د اجراييه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان هم د ګوګل د اقدام هرکلى او ستاينه کړې. هغه ويلي، یو قوم هغه وخت ژوندی ګڼل کېږي، چې ژبه يې ژوندۍ وي او ژبه هغه وخت ژوندۍ بللای شو چې لیک او لوست پرې وشي، زموږ د ژبو له ډلې پښتو هغه ملي ژبه ده چې د هیواد اکثریت وګړي پرې خبرې کوي.
هغه زياته کړې، په ګوګل ژباړن کې د پښتو شامیلیدل د دغې ژبې د غښتلتیا یوه بریالۍ هڅه ده، چې پر مټ به یې د دغې ژبې نړیوال مینه وال وکولای شي په اسانۍ سره پښتو زده کړي؛ پښتو اثار به نورو ژبو او د نورو ژبو اثار به پښتو ژبې ته د ژباړې جوګه شي چې له امله به يې دغه ملي ژبه ډېر ژر د نړۍ د بډایه او غنی ژبو په کتار کې ودريږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










