کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٤): د حکومت اجرايي مشر وايي، ښځې په دې اړه اندېښنه لري چې ګني د سولې په خبرو اترو کې د دوى حقونه تر پښو لاندې شوي، په داسې حال کې چې داسې نه ده او د دوى حقونه به خوندي وي.
نوموړي په دغه ناسته کې، چې د (په ژوند او ټولنيزو اړيکو کې د ښځو د اغېزناک ځواک باندې باور) تر عنوان لاندې تر سره شوه، زياته کړه: "سوله داسې يو څه نه دى چې يواځې په يوه کاغذ باندې وليکل شي، د تړلو دروازو تر شا چا ته يوه ډالۍ ورکړل شوې وي، دا هغه څه دي چې خداى تاسو ته درکړي او تاسو په خپل همت او قهرمانۍ هغه ترلاسه کړئ."
د حکومت اجرايي مشر زياته کړه، چې هيڅ وخت او په کوم ځاى کې د ښځو پر لاسته راوړنو معامله نه کېږي، لکه څرنګه چې سولې ته رسېدل د حکومت يوه رښتينې هيله ده، دغه ريښتوني ارمان ته به د رسېدو لپاره عمل وکړي او په دې برخه کې به د ښځو حقونه له پامه ونه غورځول شي.
عبدالله ژمنه وکړه، ښځې بايد اندېښنه ونه کړي، که چېرې په صحنه کې حضور ولري نو ښه ده، څو همېشه يې غږ واورېدل شي، حکومت هيله کوي چې هېواد يوې عادلانه، همېشنۍ او باعزتې سولې ته ورسيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د افغان ښځو شبکې په کابل کې د څلور اړخيزو خبرو اترو د څلورم پړاو د لارې له نقشې او له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د نېټې له ټاکلو هرکلى کړى او د سولې په خبرو اترو کې يې د ٢٥ سلنه ښځو ګډون باندې ټينګار کړى دى.
يادې شبکې ويلي، چې د سولې خبرو اترو په پروسه کې د ښځو رول بايد نمايشي او کم نه وي.
د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د څلورم پړاو څلور اړخيزې ناستې په پاى کې يوه اعلاميه صادره شوه، چې پکې له ټولو وسلوالو ډلو غوښتنه شوې چې د خپلو واک لرونکو استازو له لارې له افغان دولت سره د مخامخ خبرو په لومړي پړاو کې، چې د روان کال د مارچ مياشتې په لومړۍ اونۍ (د کب مياشتې په منځمهال) ترسره کېږي؛ ګډون وکړي.
په دغه ناسته کې د کابينې يو شمېر غړو، مدني ټولنې غړو، سفارتونو استازو او د ښځو چارو وزارت او د ښځو فعالينو ګډون درلود.
د سولې عالي شورا مرستيالې حبيبه سرابي وويل، هيله ده چې يوه ورځ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې نا انډولي پاى ته ورسيږي او بيا دې ته اړتيا نه وي چې داسې ورځې يادې کړي، چې د زيان ليدونکو کسانو په موخه ترسره کېږي.
هغې زياته کړه: "د مارچ له اتمې نېټې هر کال ځکه نمانځنه کېږي چې موږ ثابته کړو چې د ښځو حقونو د مبارزينو په توګه تر اوسه پورې په ټولنه کې شتون لرو."
په ياده ناسته کې د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري وويل، چې د نړۍ ښځې د مارچ اتمه نېټه نمانځي او افغان مېرمنې هم له يادې ورځې نمانځنه کوي، څو په ټولنه کې جنسيتي انډول عملي شي.
د ښځو چارو وزيرې څرګنده کړه، چې ملي پراختيا د ښځو له شتون پرته امکان نه لري؛ ځکه ښځې د ټولنې نيمه برخه تشکيلوي.
د افغانستان د بشر حقونو کميسيون مشرې سيما سمر وويل، ترڅو چې جګړه او ټوپک وي نو د ښځو فزيکي زور کم وي، خو بايد له ياده ونه باسو چې قهرمانان د يوې مور له غېږې پيدا کېږي.
هغې زياته کړه: "په تېرو شا وخوا څلورو لسيزو کې په هېواد کې جګړې او د ټوپک او توپ حکمرانۍ سړي مطرح کړل او ښځه يې له ډګر څخه يوې څنډې ته کړه او په هېواد کې د مارچ له اتمې ځکه نمانځنه کېږي چې ټولنه يوې لويې پېښې ته متوجه شي."
خو د افغان ښځو شبکې غړې حميرا ثاقب وويل، له شا وخوا ١٥ کلونو راهيسې چې د ښځو له ورځې ١٥ ورځې نمانځنه شوې، خو بيا هم دلته د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
د مدني ټولنې يادې غړې وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون تر اوسه هم له ولسي جرګې نه دى تصويب شوى، د بېسواده ښځو احصاييه نه ده اخيستل شوې، تر اوسه پورې ناموسي وژنې او پر لوړو سياسي بستونو باندې د ښځو نشتون شته دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










