میدان ښار(پژواک، ١٨ کب ٩٤): په ميدان وردګو ولايت کې د ښځو لپاره د هغوى د حقونو د خونديتوب او ستونزو د حل په موخه د حقوقي او ټولنیزو مشورو او شکايتونو اورېدو مرکز پرانیستل شو.
د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرکز د والي حيات الله حيات په لارښوونه جوړ شوى دى.
سرچينه ليکي چې نن د ښځو شکایتونو د ثبت او د هغوى ستونزو ته د رسیدو په موخه د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د جوړې شوې ناستې پر مهال د ټېليفون ځانګړې شمېرې هم اعلان شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د میدان وردګو والي غونډې ته د وینا پرمهال وويل چې د ياد مرکز او شمېرو پرمټ به د ښځو ستونزو ته رسیدنه وشي او هم به ورسره په حقوقي او ټولنیزو مسایلو کې همکاري کیږي.
ده پر ټولو مسوولو ادارو او اشخاصو غږ کړى، چې د مسوولیت پیژندنې اصل ته په پام د ښځو حقونو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
حیات ويلي چې له ښځو سره تاوتریخوالي رامنځته کوونکي به د قانون په چوکاټ کې مجازات او ښځو ته به د کاري اسانتیاوو ډیرولو په برخه کې اړينې کړنې تر سره کړي.
د میدان وردګو والي ويلي، چې له ښځو سره ډېرى تاوتريخوالي د ناسمو دودونو او له اسلام او قانون څخه د ناخبرۍ له امله رامنځته کیږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










