منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۳ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هند کې يوه افغان محصل بل افغان محصل وژلى

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک ٣ ورى ٩٥): په هند کې د دوو افغان محصلينو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يې د چاړې په ګوزار يو تن وژل شوى دى.

د خپرو شويو راپورونو په حواله، د دغو دوو کسانو ترمنځ چې يو يې ثناءالله او بل احسان الله نومېږي، له پخوا څخه دښمني وه او دواړه د ليسانس دورې محصلين وو، چې دا يې وروستى کال و.

سرچينه وايي، دغه پېښه تېره ورځ (د وري ٢مه) د ياد شوي هېواد په چنديګر سيمه کې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې يې افغان محصل ثناءالله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

دا مهال سلګونه افغان ځوانان په هند کې لوړې زدې کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه