منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۵ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لاریون کوونکې: دایکنډي ته نه پاملرنه نور بس ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

نيلي (پژواک، ٢١ ورى ٩٥): په دايکنډي کې لسګونو ښځو د حکومت له له خوا د دغو ولايتونو سړکونو ته د پاملرنې نه کولو په په غبرګون کې لاريون وکړ.

دوى چې د ولايت په مرکز نيلي کې راټولې شوې وو، د ((دايکنډي ښځې د سړکونو د پخېدو غوښتنه کوو))، ولسمشر دې د دايکنډي ښځو ته ورکړې ژمنې پوره کړي، نور دايکنډي ته پاملرنه نه کول بس دي)) شعارونه ورکول.

د رحيمې په نوم يوې لاريون کوونکې وويل چې د روان کال له پيله تر اوسه پورې د دايکنډي د سړکونو د خرابوالي او بندښت په سبب دوې مېرمنې مړې شوې دي.

هغې وويل: ((دا دوې پېښې په سنګ تخت او خدير ولسواليو کې رامنځته شوې، دا په رښتيا هم دردوونکې ده چې ټول د مور او ماشوم د مړينې په اړه خبرې کوي، خو په دايکنډې کې موږ د دې مرګ ومير شاهدان يو.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو وويل چې ولسمشر او اجرايي رييس د ټاکنو پر مهال د دايکنډي له خلکو سره ګڼې ژمنې کړې وې، اوس يې خلک د عملي کېدو انتظار لري، خو نور د زغم وړ نه ده چې د دايکنډي ښځې هره ورځ د سړکونو د خرابوالي په سبب ومري.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم د دغه ولايت اوسېدونکو د مدني خوځښتونو له لارې د سړکونو د خرابۍ په اړه اعتراض کړى و، خو تر اوسه په دې برخه کې ورته پاملرنه نه ده شوې.

د دايکنډي مرستيال والي حبيب الله رادمنش وويل، د ولايت له مرکز سره د ولسواليو نښلوونکي سړکونه په ډېره لومړنۍ بڼه جوړ شوي او د سفر پرمهال پرې هره شېبه د پېښو احتمال شته، ځکه چې هر کال په دايکنډي کې دا ډول ناوړه پېښې رامنځته کېږي.

هغه زياته کړه: ((د دغه ولايت د سړکونو له اويا سلنې زياته برخه د وروستيو بارانونو او سېلابونو راوتلو په سبب ويجاړه شوې ده.))

د رادمنش په خبره، په دايکنډي ولايت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د هېوادد  نا امنو ولايتونو د ځانمرګو بريدونو له مرګ ژوبلې سره برابره ده، ځکه چې د سړګونو د خرابۍ له امله ګڼې ترافيکې پېښې رامنځته کېږي.))

د دايکنډي د ولايتي شورا غړې سميه محمدي هم وويل: ((موږ د دايکنډي له والي چې يوه ښځه ده، زياته تمه لرو چې د ښځو د وضعيت ښه والي ته زياته پاملرنه وکړي.))

مېرمن محمدي د دايکنډي له ځايي ادارې غوښتنه وکړه چې ددې ولايت سړکونو ته کلکه پاملرنه وکړي، څو د ترافيکي پېښو له امله د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوى وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې