منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۷ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لومړي ځل لپاره په پکتیکا کې ښځو له امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): د لومړي ځل لپاره په پکتيکا کې د نارينه وو تر څنګ يو شمېر ښځو هم له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

د دغه ولايت په مرکز ښرنه کې نن لسګونو قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو، ځوانانو، يو شمېر ښځو او عامو خلکو له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

په دې غونډه کې د مدني ټولنو په استازيتوب منظورخان يعقوبي وويل، افغان امنيتي ځواکونه په سختو حالاتو کې له خپل هېواد څخه دفاع کوي، نو په کار ده چې ټول يې بايد ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه: ((د پکتيکا ټول ولسونه له خپلو ملي ځواکونو ملاتړ کوي او په هر ډول حالاتو کې ورسره همکاره دي.))

په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب ظاهر خان کټوازي وويل، په افغانستان کې له روانې جګړې څخه يواځې ځيني ګاونډي هېوادونه ګټې ترلاسه کوي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو وايي: ((موږ له خپلو ځواکونو ملاتړ کوو، که اړتيا پېښه شي، نو حاضر يو چې د جګړې لومړۍ کرښې ته هم لاړ شو او جګړه وکړو.))

ده وويل، په هېواد کې بايد نوره جګړه ودرول شي، ځکه دواړو لورو ته يواځې افغانان وژل کېږي.

دغه راز په دې غونډه کې خورشيد خان امان کټوازي هم وويل، له ډېرو قربانيو سره سره بيا هم افغان امنيتي ځواکونه له خپلې خاورې په مېړانه دفاع کوي.

ده هم ټينګار وکړ چې له امنيتي ځواکونو بايد ملاتړ وشي.

په دې غونډه کې د ښځو په استازيتوب چا خبرې ونه کړې، خو د غونډې په پاى کې يو شمېر ښځو د افغان امنيتي ځواکونو په غاړه کې د ګلانو هارونه واچول.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ځينو خلکو د غونډو او لاريونونو په ترڅ کې له افغان امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې