منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا پوهنتون استادانو ته د ماسټرۍ زمینه برابريږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٦ غويی ٩٥): د لوړو زده کړو وزيره وايي چې د پکتيا پوهنتون استادانو ته به د ماسټرۍ زمينه برابره کړي او تر څنګ به يې په روان کال کې په دغه پوهنتون کې د پام وړ نور کارونه هم ترسره کړي.

د لوړو زده کړې وزيرې فريدې مومند نن (د غويي ١٦مه) پکتيا ولايت ته رسمي سفر وکړ.

په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، په ملي شورا کې د ياد ولايت استازو، د پوهنتون استادانو، محصلينو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه .

د پکتيا پوهنتون رييس عبدالکريم توتاخېل وويل، د پکتيا پوهنتون د پخوا په پرتله په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه کړي دي .

نوموړي وويل چې دا مهال په دغه پوهنتون کې د ۳،۷ ميليونه ډالرو په ارزښت د بيارغونې پروژې روانې دي چې ډېری برخه يې تدريسي ودانۍ دي .

ده وويل، د پکتيا سوداګرو، مشرانو او د مدني ټولنو غړو هم د دغه پوهنتون په رغولو کې مرسته کړې چې د مرستو لړۍ اوس هم روانه ده .

توتاخېل د دغه پوهنتون په يو شمېر ستونزو هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د لابراتوار او انټرنېټ اسانتياوې نه لري او همدا ډول يې کادري روغتون هم غير فعال دى.

د پکتيا پوهنتون د استادانو ټولنې مشر استاد خالد احمد حبيب وويل چې دغه پوهنتون ۱۷۰ استادان لري چې په ډېرو سختو شرايطو کې زده کړې پر مخ وړي .

نوموړي وويل د پوهنتون استادان د اوسېدو لپاره ارام  او مناسب ځای نه لري او اوس هم د ښار په مارکېټونو کې په سختو شرايطو کې اوسېږي .

دی وايي، د پوهنتون زيات شمېر استادان  د ماسټرۍ لپاره انتظار باسي چې تر اوسه پورې ډېر کم يې ماسټرۍ ته لېږل شوي دي .

د غونډې په پاکې کې د لوړو زدکړو وزيرې فريدې مومند وويل چې په راتلونکې کال کې به په دې پوهنتون کې ځانګړي کارونه تر سره شي .

نوموړې وويل چې د استادانو لپاره د ماسټرۍ پر پروګرام کار کوي تر څو د دغه پوهنتون زيات استادان پر خپل وخت ماسټري ترلاسه کړي .

دې وويل چې د مخابراتو له وزارت سره يې خبرې کړې تر څو د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د انټرنېټ اسانتياوې رامنځته کړي.

مومند وويل چې د دغه پوهنتون لپاره به کدري روغتون فعالوي او امکانات به يې زياتوي .

د يادولو ده چې دا مهال پکتيا پوهنتون ۷ پوهنځي لري چې ۷۵۰۰ محصلين په کې زده کړې کوي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه