کندهار (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د افغانستان او المان د دوستۍ د سلو کلونو د پوره کېدو په وياړ نن د غويي په ٢٥مه د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د انځورونو نندارتون پرانيستل شو.
په دغه نندارتون کې د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې د المان له خوا له افغانستان سره د همکارۍ او د دواړو هېوادونو د پخوانيو او اوسنيو مشرانو د غونډو، سمينارونو او ټولګټو پروژو بېلابېل انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د نندارتون په پرانيست غونډه کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک، د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالقادر نورزي، ګڼ شمېر فرهنګيانو او ليکوالو برخه اخيستې وه.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک وويل، د ياد نندارتون د جوړولو موخه دا ده چې خلک د افغانستان او المان له ښو او دوستانه اړيکو خبر شي.
هغه زياته کړه: ((نن په داسې حال کې د المان او افغانستان د دوستۍ سل کلونه پوره کېږي چې المان د افغانستان له خلکو سره په علمي او فرهنګي برخو کې مرستې کړي او دا لړۍ دوام لري.))
د ده په خبره، په نندارتون کې د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې اخيستل شوي هغه انځورونه نندارې ته اېښودل شوي چې له افغانستان سره د المان د مرستو او غوره اړيکو څرګندونه کوي.
دى وايي، د خلکو غوښتنه دا ده چې دغه هېواد دې له افغانستان او په ځانګړې توګه له کندهار سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.
په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالقادر نورزي وويل، المان له افغانستان سره له ١٩١٩ زېږديز کال را په دې خوا تل بې مطلبه دوستي پاللې او په بېلابېلو فرهنګي او علمي برخو کې يې مرستې کړي دي.
هغه د دغه هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغانستان لا هم د المان په څېر هېوادونو بې مطلبه همکاريو ته اړتيا لري.
د ياد نندارتون ليدو ته د کندهار ډېرى ځوانان راغلي وو چې د المان هېواد د مرستو قدرونه يې کوله.
د عزت الله په نوم يو ځوان د کندهار ميخانيکي ليسه د افغانستا او المان د ښو اړيکو يوه غوره نمونه وګڼله او ويې ويل چې په دغه ليسو کې له تېرو څو ليسزو راهيسې زرګونو ځوانانو بېلابېل کسبونه او هنرونه زده کړي او په ژوند کې يې مثبت بدلون راغلى دى.
دغه لېسه شاوخوا شپېته کاله مخکې په ١٣٣٦ لمريز کال کې د المان هېواد په مرسته جوړه شوې چې زده کوونکي په کې په شپږو تخنيکي څانګو (برېښنا، د موټرونو ترميم، نلدواني، ولډينګ، خرادي او نجاري) کې زده کړې کوي.
ياد ځوان پژواک خبري اژانس ته وويل چې المان بايد د دې لېسې د لا ښه فعاليت په موخه د مشينرۍ او نورو وسايلو مرسته وکړي.
د يادونې ده چې د افغانستان او المان د دوستۍ د سلو کلونو د پوره کېدو په وياړ د انځورونو جوړ شوى نندارتون د اوو ورځو لپاره پرانيستى وي چې خلک به يې نندارې ته راځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










