منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ناپېژاندو کسانو په فارياب کې دوه ښځې وژلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

ميمنه (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو يوه مور او د هغې لور پر ډزو وژلې دي.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په کارېز للمي سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده، امنيتي او کشفي ارګانونه يې د عاملينو د نيولو په هڅه کې دي.

د فارياب د عامې روغتيا د عدلي طب د ښځو برخې مسوولې ډاکټر منيژې ګداز وويل چې نن سهار ٧:٣٠ بجې د افغان– ترک روغتون ته دوه مړي چې يو يې د ٢٥ کلنې  جميلې او بل د ٧٥ کلنې ستارې چې مور يې ده، ور وړل شوي دي.

نوموړې زياته کړه، معاينات ښيي چې لور او مور دواړه په سر لګېدلي دي.

د وژل شوو کورنۍ غړي قدرت الله وويل چې تېره نيمايي شپه ناپېژاند وسله وال کسان کورته دننه شوي چې مور او لور يې ور وژلي دي.

نوموړي زياته کړه چې خور يې خاوند درلود او د درېيو ماشومانو مور وه.

قدرت الله ناپېژاند وسلوال کسان د خپلې مور او خور د وژنې عاملين وبلل.

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې سيمه کې کوڅه ډبي پر وسلو سنبال دي، له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په لومړي ګام کې دې د ده  د مور او خور قاتلان ونيسي او سزا دې ورکړي او له بل لوري له يادو کسانو څخه  دې وسلې هم را غونډې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه