کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٥): د ولسي جرګه د غړي شېر ولي وردګ د فاتحې مراسم، نن په کابل کې د زرګونو هېوادوالو په ګډون ترسره شول.
شېرولي وردګ، دوه ورځې وړاندې (د غبرګولي په ١٦مه) په کابل کې د هغه کور ته نږدې د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو. د دې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى. شېرولي د پوهني د پخواني وزير فاروق وردګ ورور او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى و.
د نوموړي د فاتحې مراسم د کابل ښار په عيدګاه جومات کې ترسره شول، چې له زرګونو هېوادوالو سربېره ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابينې او ملي شورا غړو، قاضي القضات او يو شمېر سفيرانو په کې ګډون کړى وو.
دغه راز په دې فاتحه کې چې د شېرولي وردګ د کورنۍ، د ملي شورا د غړو، د حزب اسلامي او وردګو د مشرانو له خوا اخيستل کېده، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هغه د وخت د کابينې غړو او قاضي القضات هم برخه لرله.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې د فاتحې په دې مراسمو کې ولسمشر اشرف غني له فاروق وردګ او د هغه د کورنۍ غړو، د ولسي جرګې استازو او ميدان وردګو خلکو سره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.
نوموړي انجنير شېرولي وردګ ته د فردوس جنت او وارثينو ته يې د جميل صبر دعا وکړه.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه هم پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د شېرولي وردګ کورنۍ او دوستانو ته د تسلیت او خواشینۍ مراتب وړاندې او هغه ته یې د لوی خدای(ج) له درباره د فردوس جنت استدعا وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










