کابل (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، چې "مثنوي معنوي" د افغانستان فرهنګي ميراث دى او هيڅ هېواد حق نه لري چې دغه ستر شهکار ځان منسوب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ويل کېږي ترکيې او ايران هېوادونه هوډ لري چې د جلال الدين بلخي "مثنوي معنوي" د ملګرو ملتونو په علمي، فرهنګي او روزنيز سازمان (يونسکو) کې د دواړو هېوادونو د فرهنګي ميراث په توګه ثبت کړي.
د مشرانو جرګې استازي محمد علم ايزديار وويل چې مولانا په اسلامي نړۍ او بشريت پورې تړلى دى او دا دوه هېوادونه بايد پام وکړي چې مثنوي معنوي د پروان خراسان او ننني افغانستان اړوند ده.
هغه زياته کړه چې مثنوي معنوي د افغانستان فرهنګي ميراث دى او ترکيه او ايران بايد دې ته پام وکړي چې د مولانا جلال الدين بلخي اصلي ټاټوبى بلخ دى.
د يادې جرګې بلې غړې انارکلي هنريار هم وويل چې " مثنوي معنوي " د افغانستان فرهنګي ميراث دى او افغان دولت بايد نورو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي چې دغه ستر شهکار د نورو هېوادونو د فرهنګي ميراث په توګه ثبت شي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم مثنوي معنوي د افغانستان له فرهنګي ميراثونو وباله او د بهرنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ له وزارتونو يې وغوښتل، څو په دغه برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد فرهنګي ميراث د کوم بل هېواد په نوم ثبت شي.
دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم ويلي، چې مثنوي معنوي د افغانستان فرهنګي ميراث دى او هېڅوک د دې حق نه لري چې هغه خپل هېواد ته منسوب کړي.
مولانا جلال الدين بلخي په ٦٠٤ لمريز کال کې د افغانستان په بلخ ولايت کې زېږېدلى دى.
مولانا له خپل پلار مولانا محمد بن حسين خطيبي چې په بهاءالدين مشهور و، چې د علاءالدين محمد خوارزم شاه له استبدادي رژيم سره جوړ نه شو، لومړى له بلخ څخه فارس او له هغه وروسته بيا د ترکيې قونيه ښار ته هجرت وکړ.
مولانا د خپل ژوند ډېره برخه په قونيه کې تېره کړه او د خپل عمر تر پايه پورې په ياد ښار کې په تدريس او ليکوالۍ بوخت و او د خپلې اختصاصي تصوف له طريقې سره چې په مولويه مشهوره وه، د خلکو په لارښوونه بوخت و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










