منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۶ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان د چورلکې په پېښه کې له ناټو او افغانستان مرسته وغوښته

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۰ کتنې

کابل، پل علم (پژواک، ١٥ زمرى ٩٥): پاکستان له ناټو او افغانستان څخه غوښتي دي، چې ددغه هېواد د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د تښتول شويو کسانو په خوشې کولو کې همکاري وکړي.

دغه چورلکه پرون تر غرمې مخکې د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده چورلکې د ولسوالۍ سوېل ختيځ لور ته د ٤٠ کيلومترۍ په اوبختي سيمه کې بيړنې ناسته کړې وه.

هغه زياته کړې، چې يادې چورلکې شپږ تنه پاکستاني پوځي افسران او يو روسي وګړى وسله والو طالبانو له ځانه سره وړي او چورلکې ته يې اور اچولى دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان اوس هم له طالبانو سره روغ دي، ددوى د معلوماتو له مخې، روغ دي او د ولسوالۍ په مربوطاتو کې ساتل شوي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه په ټويټر کې ليکلي، چې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن سره ټېلېفوني خبرې کړې او له هغه يې غوښتي دي، چې د يادې چورلکې د تښتول شويو کسانو په خوشې کولو کې ورسره همکاري وکړي.

هغه زياته کړه، چې د ناټو قوماندان جنرال راحيل شريف ته ډاډ ورکړى، چې په دې برخه کې به اړينه همکاري کوي. دغه راز نوموړي ويلي، چې له افغان حکومت څخه هم په دې برخه کې يې همکاري غوښتې ده.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى تر اوسه د يادې پېښې په اړه بشپړ معلومات نه لري.

ده پژواک اژانس ته وويل : (( په ازره کې ټېلېفون سم کار نه کوي ، موږ سيمې ته معلومات کسان ليږلي ، کله چې هغوى بېرته وګرځي، نو معلومات به له رسنيو سره شريک کړي.))

د مجاهد په ويناو تر اوسه په دې اړه څه نه شي، ځکه چې ټول جزئيات لا سم نه دي روښانه شوي.

د ازرې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې ياده چورلکه د ملا شيرين په نامه د طالبانو د سيمه ييز قوماندان لخوا سوځول شوي او کسان يې هم ده سره دي.

سرچينې زياته کړې،چې نيول شوي کسان ټول ژوندي او يوه خوندي سيمه کې ساتل شوي دي.

پرون په کابل کې د پاکستان سفارت د پژواک ديوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، ټاکل شوې وه، چې د اګست په څلورمه نېټه ددوى يو اېم اى ١٧ ډوله چورلکه ازبکستان ته د ترميم لپاره ولېږل شي او کېداى شي ياده پېښه همدې چورلکې سره تړاو ولري.

سرچينې زياته کړې وه، چې په دې اړه يې د افغانستان حکومت ته خبر ورکړى و، چې ياده چورلکه د ترميم لپاره لېږل کېږي.

بلخوا پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې ياده چورلکه ددغه هېواد د پنجاب ايالت حکومت اړونده وه او ازبکستان ته يې د ترميم لپاره لېږلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د پنجاب ايالت مشر وزير او د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف ورور شهباز شريف نن د چورلکې په پېښه کې د تښتول شويو افسرانو د کورينو له غړو سره ليدلي او هغوى ته يې ډاډ ګيرنه ورکړې ده.

د پاکستانيو رسنيو د معلوماتو له مخې په ياده چورلکه کې د يوه روسي ترڅنګ ډګرمن صفدر، ډګروال شفيق الرحمن، جګړن صفدر ، ډګرمن  نثار او حوالدار وقاص شامل وو.

ازره د لوګر له ناامنو ولسواليو څخه ده، چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه