منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۴ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پوهنې وزارت شاوخوا ٦٠٠ کسان د زده کړې د دوام په موخه بهر ته لېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د پوهنې وزارت  شپږ سوه زده کوونکي د زده کړو د دوام په موخه له هېواده بهر لېږي او ټاکل شوې چې په روان کال کې له پنځه زره زيات زده کوونکي د دولتي پوهنتونونو شپې پوهنځو ته جذب کړي.

د پوهنې او لوړو زده کړو وياندويانو دغه مطالب نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې څرګند کړ .

 د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرداد په دغه ناسته کې وويل  چې د پوهنې وزارت شا وخوا دوه اونۍ وړاندې د هېواد د اوو حوزو د مسلکي ښوونو انسټيټيوټونو له ٥٠٠ زده کوونکو څخه بهر ته د زده کړو دوام په موخه ازموينه اخيستې ده.

 د هغه په وينا، ټاکل شوې چې ياد پنځه سوه کسان د يادې ازموينې له مخې وټاکل شي او د پړاونو له تېرولو وروسته تر يوې بلې مياشتې پورې د ظرفيت لوړولو او تخصص ترلاسه کولو په موخه د دوه کلونو لپاره هندوستان ته ولېږل شي.

 نوموړي دغه راز څرګنده کړه چې مصر هېواد د اسلامي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه ٦٠ تحصيلي بورسونه او همدارنګه ترکمنستان هېواد هم د افغان زده کوونکو د تحصيل د دوام په موخه ٣٠ بورسونه د پوهنې وزارت په واک کې ورکړي دي.

 نوموړي په ډاګه نه کړه، چې په ترکمنستان کې به ياد دېرش کسان په کومو برخو کې زده کړې ترلاسه کړي.

 د هغه په وينا، د افغانستان په پوهنه کې د کميت له اړخه د ١٣٨١ لمريز کال په پرتله د پام وړ بدلون راغلى دى.

 نوموړي زياته کړه: "له نېکه مرغه د کميت له اړخه مو په تېرو کلونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې، موږ په ٢٠٠١ زېږديز کال کې ٨٠٠ زره زده کوونکي درلودل، خو نن په افغانستان کې ٩،٥ ميليون زده کوونکي لرو، خو دغه شمېرې له دې هم بايد پورته لاړې شي؛ ځکه اوس هم پر شرايطو برابر شا وخوا درې ميليون ماشومان له ښوونځيو بهر دي."

 مهرداد څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت ستراتيژيک پلان ترتيب شوى او پر بنسټ يې په راتلونکو پنځو کلونو کې په پوهنه کې د تدريس کيفيت او کميت ته ډېر پام کېږي.

 هغه زياته کړه، چې له ښوونځي بهر زده کوونکي په ښوونځيو کې شاملول د ياد وزارت له راتلونکي پنځه کلن پلان څخه شمېرل کېږي، چې بايد دوى ښوونځيو ته شامل کړي.

 د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين، په دغه ناسته کې وويل چې د روان کال د شپې د کانکور په ازموينه کې ١٥٢٨٧ کسان ګډون کوي، چې ٥١٨٥ کسان يې د نومرو د ډېروالي له امله جذب کېږي.

 د هغه په وينا، د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموينه د هېواد په کچه په ٨ حوزو کې اخيستل کېږي، د پکتيا حوزې ازموينه د روان کال د زمري مياشتې په ١٩ مه نېټه اخيستل شوې او ټاکل شوې د بلخ حوزې ازموينه دوه ورځې وروسته واخيستل شي.

 امين څرګنده کړه، چې د کندهار، زابل، کابل، باميان، هرات او ننګرهار حوزو کانکور ازموينه په ترتيب سره د زمري مياشتې تر وروستيو پورې پاى ته رسيږي او پايلې به يې د وږي مياشتې په لومړيو کې اعلان شي.

 نوموړي وويل، تېر کال د شپې پوهنځيو ته له دې امله محصيلن جذب نه کړل شول چې رشتې نه وې ترتيب شوې.

 د لوړو زده کړو وياند دغه راز په ياده ناسته کې وويل، چې اوسمهال د دغه وزارت په چوکاټ کې د ٢٢٧ پوهنځيو او ٩٣٨ څانګو په ګډون ٣٦ دولتي پوهنتونونه فعاليت کوي.

 د هغه په وينا، په يادو پوهنتونونو کې له ١٨٤ زره زياد محصيلن چې له دې ډلې يې ٤١ زره نجلۍ تشکيلوي، زده کړې کوي چې د ٥٤٩٢ استادانو چې ٧٨٩ يې ښځينه استادانې تشکيلوي؛ لخوا ورته تدريس کېږي.

 د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په کچه ١٢٦ پوهنتونونه او غيردولتي موسسې فعاليت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه