Language

د کندهار د پوهنې رياست له ګڼو ستونزو سره مخ دى

کندهار ښار(پژواک،١٥وږى٩٥): په کندهار کې سږنى تعليمي کال په داسې حال کې پيل شو چې د کتابونو او ښوونکو د تشکيل د کمښت تر څنګ ١٣٩ ښوونځي تړلي ١٩٠ يې ودانۍ نه لري.

د نوي تعليمي کال د پرانيستې مراسم د کندهار ښار په احمد شاه بابا ليسه کې جوړ شوي وو چې په کې د کندهار د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د ولسمشر سلاکار حاجي اغالالي دستګيري، د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو، زده کوونکو او ښوونکو ګډون کړى وو.

د کندهار د پوهنې رياست وياند نظر محمد صميمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوبي له رخصتيو وروسته تعليمي کال په داسې حال کې پيلوي چې له لومړي تر دوولسم ټولګي د کتابونو له کمښت سره مخ دي.

هغه زياته کړه، د پوهنې وزارت ژمنه کړې چې د نورو ولايتونو تر څنګ به کندهار ته هم کتابونه رسوي، خو تر دې مهاله دا کار نه دى شوى.

نوموړي د دې تر څنګ د ښوونکو د تشکيل کمښت هم يوه جدي ستونزه وګڼله او ويې ويل، شاوخوا ١٨٠٠ ښوونکو ته اړتيا ده چې په ښوونځيو کې په دندو وګومارل شي.

د ده په خبره، په ولسواليو کې ډېرى ښوونځي د همدې ستونزې له امله تړلي پاتې دي.

نوموړى وايي، کندهار په خپل تشکيل کې ٤٦٠ ښوونځي لري چې له دې ډلې ٣٢١ يې پرانيستي او ١٣٩ يې د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

خو ده دا هم وويل چې د ٣٢١ پرانيستو ښوونځيو له ډلې ١٩٠ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې زده کوونکي او ښوونکي له سختو ستونزو لاس او ګرېوان دي.

دى وايي، د پوهنې وزارت ته له تېرو څو کلونو راهيسې په لومړي ګام کې د ٤٠ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو پلان لېږل شوى، خو تر اوسه په دې اړه عملي اقدام نه دى شوى.

دى وايي، د ودانيو د نشتوالي له امله زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي، خو له بده مرغه چې په دې وروستيو کې خېمې هم نه لري.

صميمي دغه راز د دوو ولسواليو (رېګستان او ښوراوک) يادونه هم وکړه چې هيڅ ښوونځي په کې نشته.

د نوموړي په وينا، په يادو شوو ولسواليو کې د ناامنيو، د تشکيل د کمښت او د لارې د خرابوالي له امله ښوونځي نه دي جوړ شوي.

login or register a new account.

Related Topics